ويسټ انډيز د پاكستان دورې لپاره 15 كسيزه سكواډ اعلان كړو

جمیکا۔24دسمبر(اے پی پی) کرکټ وېسټ انډیز(سی ډبلیو آئی) د پاكستان د راروان كال شېډول دورې لپاره خپل 15 كسيزه سكواډ اعلان كړو۔ د ویسټ انډیز د سړو لوبډله به د راروان كال جنورۍ مياشت كښې د پاكستان دورې په مهال د كوربه لوبډلې پاكستان په ضد يو وارم اپ او دوه ټېسټ مېچونه كوي۔ په شېډول كښې د شامل دوه ټېسټ مېچونو سيريز پېل به په 16 جنورۍ كېدونكي اولني …

جمیکا۔24دسمبر(اے پی پی) کرکټ وېسټ انډیز(سی ډبلیو آئی) د پاكستان د راروان كال شېډول دورې لپاره خپل 15 كسيزه سكواډ اعلان كړو۔ د ویسټ انډیز د سړو لوبډله به د راروان كال جنورۍ مياشت كښې د پاكستان دورې په مهال د كوربه لوبډلې پاكستان په ضد يو وارم اپ او دوه ټېسټ مېچونه كوي۔ په شېډول كښې د شامل دوه ټېسټ مېچونو سيريز پېل به په 16 جنورۍ كېدونكي اولني ټېسټ مېچ څخه كيږي۔ د كركټ وېسټ انډيز اعلاميې له مخې د پاكستان دورې لپاره د 15 كسيزه سكواډ مشري كرېګ براتھويټ ته سپارلې شوې ده۔ جوشوا ډا سلوا نائب کپتان ټاكلے شوے دے۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه به دوه ټېسټ مېچونه كولې شي په كومو كښې به چې يو كراچۍ او بل ملتان كښې كولے شي۔ په كراچۍ كښې د سټېډيم د اپ ګرېډېشن له امله د دې ټېسټ هم ملتان ته د منتقل كولو امكان دے۔ د سيريز دويم ټېسټ به 24 جنورۍ څخه پېل كيږي۔ په اعلان كړې شوي سكواډ كښې کرېګ براتھوېټ (کپتان)، جوشوا ډا سلوا (نائب کپتان)، ایلک ایتھاناز، کیسی کارټی، جسټن ګریویز، کیویم هوج، ټیون املاچ، عامر جنګو، میکائل لوئس، ګډاکېش موتی، اېنډرسن فلپ، کېمار روچ، کیون سنکلیئر، جیډن سیلز او جومل واریکن شامل دے

مزید خبریں