د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور پیښور كښې د فرنټيئر كانسټيبلري(ايف سي)هېډكوارټر دوره

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور د جمعې په ورځ پیښور كښې فرنټيئر كانسټيبلري(اېف سي)هېډكوارټر دوره وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير اېف سي هېډكواټر كښې د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه٬دواړو لارښودو د شهيدانو په قبرونو د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔داخله وزير محسن نقوي او د خېبرپښتونخوا …

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور د جمعې په ورځ پیښور كښې فرنټيئر كانسټيبلري(اېف سي)هېډكوارټر دوره وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير اېف سي هېډكواټر كښې د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه٬دواړو لارښودو د شهيدانو په قبرونو د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔داخله وزير محسن نقوي او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور ترمينځه اېف سي هېډكوارټر كښې ملاقات شوې ٬ داخله وزير او وزيراعلٰی د شهيدانو بخښنې لپاره دعا وكړه او اېف سي شهيدانو ته ئې د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړي۔په دې موقع داخله وزير محسن نقوي ووئيل چې په اېف سي بهادر ځوانانو وياړ لرو٬وزيراعلٰی ووئيل چې فرنټيئر كانسټيبلري كے پي كے كښې د امن او امان باوري كولو لپاره مهم كردار ترسره كوي۔دوي په كے پي كے كښې د اېف سي شهيدانو لپاره د خاص پیكج اعلان وكړو۔د كے پي كے چيف سېكرټري كمانډنټ فرنټيئر كانسټيبلري او اعلٰی چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں