چیمپئنز ټي 20 کپ كښې (سبا) يواځنے میچ د نورپور لائنز او لیک سټي پینتھرز تر مينځه كېږي

پنډۍ ۔18دسمبر (اے پي پي) چیمپئنز ټي 20 کپ كښې د زيارت په ورځ يواځنے میچ د نورپور لائنز او لیک سټي پینتھرز تر مينځه پنډی کرکټ اسټیډیم كښې به كېږي ۔ د پي سي بي تر سېوري لاندې د چیمپئنز ټي 20 جام خوندورې مقابلې پنډی کرکټ اسټیډیم كښې روانې دي ، د زيارت په وړځ د میګا ایونټ شپاړسم میچ كښې نورپور لائنز او لیک سټي پینتھرز يو …

پنډۍ ۔18دسمبر (اے پي پي) چیمپئنز ټي 20 کپ كښې د زيارت په ورځ يواځنے میچ د نورپور لائنز او لیک سټي پینتھرز تر مينځه پنډی کرکټ اسټیډیم كښې به كېږي ۔ د پي سي بي تر سېوري لاندې د چیمپئنز ټي 20 جام خوندورې مقابلې پنډی کرکټ اسټیډیم كښې روانې دي ، د زيارت په وړځ د میګا ایونټ شپاړسم میچ كښې نورپور لائنز او لیک سټي پینتھرز يو بل ته به مخا مخ كېږي ۔د نورپور لائنز مشري امام الحق کوي او د لیک سټي پینتھرز ډلې مشري شاداب خان کوي ۔ د دې نه وړاندې لائنز ډلې پینتھرز له ماتې وركړې ده ۔ په اولنو دريو ډلو كشې ځائے جوړولو لپاره دا میچ ډېر مهم دے ، دا وخت دواړه ډلې 6 ، 6 پوائنټس لري ۔۔

مزید خبریں