اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د پاکستان سپورټس بورډ تر اهتمام لاندې په روان قائداعظم بېن الصوبائی ګېمز كښې د بېلو صوبو او یونټس لوبغاړو د غوره كاركردګۍ ښودلو لړۍ روانه ده٬ تر دې دمه پنجاب 62 ګولډ مېډلز سره تر ټولو وړاندې روان دے۔ د ډی جی پاکستان سپورټس بورډ له مخې تر دې دمه په مجموعي توګه 351 مېډلز وېشلې شوي په كومو كښې چې 102 ګولډ، 102 سلور …
قائداعظم بين الصوبائي ګيمز ٬ پنجاب 62 ګولډ مېډلز سره تر ټولو وړاندې روان دے

مزید خبریں
اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د پاکستان سپورټس بورډ تر اهتمام لاندې په روان قائداعظم بېن الصوبائی ګېمز كښې د بېلو صوبو او یونټس لوبغاړو د غوره كاركردګۍ ښودلو لړۍ روانه ده٬ تر دې دمه پنجاب 62 ګولډ مېډلز سره تر ټولو وړاندې روان دے۔ د ډی جی پاکستان سپورټس بورډ له مخې تر دې دمه په مجموعي توګه 351 مېډلز وېشلې شوي په كومو كښې چې 102 ګولډ، 102 سلور او 147 برونز مېډلز شامل دي۔ پنجاب په زړه پورې كاركردګي ښودلو سره 126 مېډلز سره تر ټولو وړاندې روان دے په كومو كښې چې 62 ګولډ، 41 سلور او 23 برونز مېډلز شامل دي۔ 60 مېډلز سره خېبر پښتونخوا دويم پوزيشن ترلاسه كړے ٬ په كومو كښې چې 11 ګولډ، 23 سلور او 26 برونز مېډلز شامل دي۔ سندھ په مجموعي توګه 46 مېډلز سره په درېم پوزيشن دے په كومو كښې چې 11 ګولډ، 15 سلور او 20 برونز مېډلز شامل دي۔ بلوچستان 45 مېډلز سره په څلورم دے په كومو كښې چې 12 ګولډ، 10 سلور او 23 برونز مېډلز شامل دي۔ اسلام آباد 40 میډلز سره په پنځم پوزيشن دے په كومو كښې چې 5 ګولډ، 6 سلور او 29 برونز مېډلز شامل دي۔ دغسې آزاد جموں و کشمیر 22 مېډلز ترلاسه كړي په كومو كښې چې 1 ګولډ، 5 سلور او 16 برونز مېډلز شامل دي۔ ګلګت بلتستان تر دې دمه 12 مېډلز په خپل نوم كړي په كومو كښې چې 2 ګولډ او 10 برونز مېډلز شامل دي۔ ډی جی پاکستان سپورټس بورډ د لوبغاړو د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل دا لوبې ځوانانو لوبغاړو ته د خپلو صلاحيتونو رامخې ته كولو موقع وركوي او دوئي د لوبو د لارې قامي يوالي ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د مينه والو په لوبو كښې خوښي لرل دا مقابلې لا يادګارې جوړې كړي دي










