ملتان۔3دسمبر(اے پي پي ) د پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته په ماتې وركولو د څلورم ټي 20 بلائنډ كركټ ورلډ كپ نړيوال چيمپئن ګټلے دے ۔ پاکستان په زړه پورې لوبې كولو سره خپل حريف لوبډلې بنګله دېش ته په آسانۍ سره په 10 وكټو ماتې وركړه۔ پاكستانۍ لوبډلې په اولني ځل د ټي 20 بلائنډ کرکټ ورلډ کپ ټائتل په خپل نوم كړو۔ د نهې په ورځ …
پاكستان د څلورم ټي 20 بلائنډ كركټ ورلډ كپ نړيوال چيمپئن جوړ شو ٬ فائنل كښې بنګله ديش ته په 10 وكټو ماتې ٬ نثار علي د لوبې غوره لوبغاړے وګرځولے شو

مزید خبریں
ملتان۔3دسمبر(اے پي پي ) د پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته په ماتې وركولو د څلورم ټي 20 بلائنډ كركټ ورلډ كپ نړيوال چيمپئن ګټلے دے ۔ پاکستان په زړه پورې لوبې كولو سره خپل حريف لوبډلې بنګله دېش ته په آسانۍ سره په 10 وكټو ماتې وركړه۔ پاكستانۍ لوبډلې په اولني ځل د ټي 20 بلائنډ کرکټ ورلډ کپ ټائتل په خپل نوم كړو۔ د نهې په ورځ په ملتان کرکټ سټېډیم كښې شوي فائنل مېچ كښې بنګله دېش په ټاس ګټلو په خپله بېټنګ وكړو او پاكستان ته يۍ د 140 رنز هدف وركړو۔ بنګله دېش د 7 لوبغاړو په زيان 139 رنز جوړ كړل۔ د بنګله دېش لخوا عارف حسېن په 52 بالونو 54 او اېم سلمان په 35 بالونو 31 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا بابر علي 2 لوبغاړي اؤټ كړل۔ په ځواب كښې پاكستان د 140 رنز هدف په 10.2 اوورز كښې سر كړو۔ د پاكستان كپتان نثارعلي 72 او اېم صفدر 47 رنز جوړ كړل۔ د انعامونو وېش په مهال د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل صدر سید سلطان شاہ د پاكستان كپتان نثار علي ته ووننګ ټرافي او د 10 لكه روپو انعامي چېك وركړو۔ په دې موقع د ډبلیو بي سي سي ډائرېکټر ګلوبل ډویلپمنټ ریمنډ موکسلے هم موجود ؤ۔ د بنګله دېش كپتان عارف رنرز اپ ټرافي او د 5 لكه روپو چېك ترلاسه كړو۔ نثار علي د فائنل مېن آف دی مېچ او د بنګله دېش عارض حسېن اېمرجنګ پليئر وګرځولے شول۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمېن سید سلطان شاہ قامي لوبډلې او قام ته د ورلډ كپ فائنل په ګټلو مباركي وركړه










