اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه وئېلي دي په خصوصي توګه اهل كسان د ټولنې مهمه برخه ده٬ خاص كسانو ته د ژوند په ټولو څانګو كښې يو برابر موقعې وركول ضروري دي٬خاص كسان ښه صلاحيتونه لري٬د خاص كسانو صلاحيتونه كارولو سره هغوي فعاله وګړي جوړېدې شي۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ميډيا ډائرېكټر جنرل …
خاص كسانو ته د ژوند په ټولو څانګو كښې يو برابر موقعې وركول ضروري دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر

مزید خبریں
اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه وئېلي دي په خصوصي توګه اهل كسان د ټولنې مهمه برخه ده٬ خاص كسانو ته د ژوند په ټولو څانګو كښې يو برابر موقعې وركول ضروري دي٬خاص كسان ښه صلاحيتونه لري٬د خاص كسانو صلاحيتونه كارولو سره هغوي فعاله وګړي جوړېدې شي۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ميډيا ډائرېكټر جنرل لخوا جاري شوي بيان له مخې د خاص كسانو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئېل سركاري او نجي اداره په خاص توګه خاص كسانو لپاره په ملازمتونو كښې په بيله كړې كوټه عمل باوري كوي٬خاص كسانو د خپلو صلاحيتونو څخه د ژوند په هره څانګه كښې كاميابۍ ترلاسه كړي۔سردار اياز صادق ووئېل بصارت څخه محرومه صائمه سليم په سي اېس اېس كښې په ښه پوزېشن ترلاسه كولو ثابت كړی چې خاص كسان د چا څخه كم نه دي٬پارليمان د خاص كسانو حقونو تحفظ تل وړاندې ساتلے۔سپيكر ووئيل پارليمان د خاص كسانو حقونو او خېرښېګړی لپاره قانون سازۍ لپاره عزم لري٬قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې د خاص كسانو په كوټه عملدرآمد كېږي۔دوهم سپيكر سيد مير غلام مصطفٰی شاه په خاص توګه د خاص كسانو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ووئېل د خاص كسانو مسئلو حل كولو لپاره اقدامات ضروري دي۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر ووئيل د خاص كسانو لپاره تعليم٬روغتيا او د روزګا موقعو اضافه د ټولنې پرمختګ مهمه ذريعه ده٬پارليمان به د خاص كسانو خيرښېګړې لپاره هر ممكن اقدامات روان ساتي۔










