د زمبابوے او پاكستان ترمينځه دويم ټي ټونټي كركټ ميچ د نهې په ورځ كيږي

بلاوائیو۔2 دسمبر(اے پی پی) د زمبابوے او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا (د نهې په ورځ) په کوئنز سپورټس کلب بلاوائیو كښې كيږي۔ پاکستان ته د درېو مېچونو په سيريز كښې د زمبابوے په ضد د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ ګرین شرټس په اولني مېچ كښې زمبابوے ته په 57 رنز ماتې وركړه وه۔ دې څخه وړاندې پاكستانۍ لوبډلې …

بلاوائیو۔2 دسمبر(اے پی پی) د زمبابوے او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا (د نهې په ورځ) په کوئنز سپورټس کلب بلاوائیو كښې كيږي۔ پاکستان ته د درېو مېچونو په سيريز كښې د زمبابوے په ضد د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ ګرین شرټس په اولني مېچ كښې زمبابوے ته په 57 رنز ماتې وركړه وه۔ دې څخه وړاندې پاكستانۍ لوبډلې كوربه لوبډلې زمبابوے ته د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې په 1-3 سره ماتې وركړې۔ د درېو ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې د پاكستانۍ لوبډلې مشري سلمان آغا او د كوربه لوبډلې سکندر رضا كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي مېچ به په 3 دسمبر او درېم او وروستے مېچ به په 5 دسمبر كولې شي۔ دا ټول مېچونه به په کوئنز سپورټس کلب بلاوائیو كښې كيږي

مزید خبریں