اسلام آباد28 نومبر(اے پی پی)په روس كښې په ويټ لفټنګ فار ايسټ كپ 2024 كښې ګډون لپاره د محمد زبير يوسف بټ په مشرۍ كښې د پاكستان پنځه كسيزه ويټ لفټنګ ډله روس ته روانه شوې٬دا مقابلې به(نن)د جمعې ورځې څخه تر 3 دسمبر د روس په سیخالین ښار كښې كېږي۔د شورو په ورځ سهار د پاكستان ويټ لفټنګ فيډرېشن عبوري كمېټۍ غړو كرنل(ر)ډاكټر حافظ ظفر اقبال٬آفتاب بټ او سجاد …
ويټ لفټنګ فار ايسټ كپ 2024 ٬ محمد زبير يوسف بټ په مشرۍ كښې د پاكستان 5 كسيزه ويټ لفټنګ ډله روس ته روانه شوه

مزید خبریں
اسلام آباد28 نومبر(اے پی پی)په روس كښې په ويټ لفټنګ فار ايسټ كپ 2024 كښې ګډون لپاره د محمد زبير يوسف بټ په مشرۍ كښې د پاكستان پنځه كسيزه ويټ لفټنګ ډله روس ته روانه شوې٬دا مقابلې به(نن)د جمعې ورځې څخه تر 3 دسمبر د روس په سیخالین ښار كښې كېږي۔د شورو په ورځ سهار د پاكستان ويټ لفټنګ فيډرېشن عبوري كمېټۍ غړو كرنل(ر)ډاكټر حافظ ظفر اقبال٬آفتاب بټ او سجاد امين په هوائي مېدان ډلې د نيكو خواهشات سره روان كړې ۔د پاكستان ويټ لفټنګ ډله كښې حیدر سلطان ، حیدر شکیب، دانیال آفتاب ، او هنزله دستګیر ډله هم شامل ده۔ منیجر او کوچ محمد زبیر یوسف بټ انټرنیشنل پلیئر /ریفری شامل دي۔فار ايسټ هېوادونو كښې چین، جاپان، شمالی او جنوبی کوریا ، تھای لینډ، لاؤس ، کمبوډیا، ویتنام او د ملائیشیا ډلې په دې ايونټ كښې برخه اخلي۔










