د زمبابوے او پاكستان ترمينځه په درېو ميچونو د مشتمل سيريز دريم او ورستے يو ورځنے ميچ به د زيارت په ورځ كېږي

هرارے۔27نومبر(اے پی پی) د زمبابوے او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او پرېكنده يو ورځنے مېچ به سبا (د زيارت په ورځ) کوئنز سپورټس کلب بلاوائیو كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو مېچونو سيريز په 1-1 برابر دے۔ كوربه لوبډلې زمبابوے په اولني مېچ كښې پاكستان ته په 80 رنز ماتې وركړې وه او په دويم مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې …

هرارے۔27نومبر(اے پی پی) د زمبابوے او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او پرېكنده يو ورځنے مېچ به سبا (د زيارت په ورځ) کوئنز سپورټس کلب بلاوائیو كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو مېچونو سيريز په 1-1 برابر دے۔ كوربه لوبډلې زمبابوے په اولني مېچ كښې پاكستان ته په 80 رنز ماتې وركړې وه او په دويم مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې زمبابوے ته په 10 وكټونو ماتې وركولو سره سيريز د 1-1 سره برابر كړو۔ دواړه لوبډلې به د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز هم كوي۔ د كوربه لوبډلې مشري به ارون کریګ او د پاكستانۍ لوبډلې رضوان كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز درېم او وروستے مېچ به په 28 نومبر كيږي۔ دا مېچ به هم د تېرو دوو مېچونو په څير په کوئنز سپورټس کلب بلاوایو كښې كيږي۔ د يو ورځنو مېچونو سيريز څخه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز به هم په دې مېدان كښې كيږي۔ د ټي ټونټي سيريز اولنے مېچ به 1 دسمبر ٬ دويم په 3 او درېم او ورستے مېچ به په 5 دسمبر كولې شي

مزید خبریں