د پاكستان شاهينز سري لنكا اے ته په اولني يو ورځني مېچ كښې په 108 رنز سره ماتې وركړه

پېنډۍ ۔25 نومبر (اے پی پی) پاکستان شاهینز د حیدر علی د غوره سنچرۍ له امله سري لنكا اے ته په اولني يو ورځني مېچ كښې 108 رنز سره په ماتې وركولو د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه۔ پاكستان شاهينز اول بېټنګ كولو سره د 7 وكټونو په زيان 306 رنز جوړ كرل۔ د پاكستان شاهينز لخوا حیدرعلی د 108 رنز په زړه پورې اننګز …

پېنډۍ ۔25 نومبر (اے پی پی) پاکستان شاهینز د حیدر علی د غوره سنچرۍ له امله سري لنكا اے ته په اولني يو ورځني مېچ كښې 108 رنز سره په ماتې وركولو د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه۔ پاكستان شاهينز اول بېټنګ كولو سره د 7 وكټونو په زيان 306 رنز جوړ كرل۔ د پاكستان شاهينز لخوا حیدرعلی د 108 رنز په زړه پورې اننګز وكړو۔ په ځواب كښې د سري لنكا ټوله ډله په 198 رنز اؤټ شوه۔ شرون سراج 3 وكټونه ترلاسه كړل۔ حېدر علی مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ تېره ورځ په اسلام آباد کلب كښې شوي مېچ كښې د سري لنكا كپتان نووانیندو فرنینډو ټاس ګټلو سره د فيلډنګ پرېكړه وكړه۔ پاکستان شاهینز په ټاكلې 50 اورز كښې د 7 وكټو په زيان 306 رنز جوړ كړل۔ حیدر علی په 94 بالونو 108 رنز وكړل۔ په نورو بېټسمېنانو كښې عبدالصمد 56 ، شرون سراج 42 ، اېم حارث 36 او کپتان اېم هریرہ 26 رنز جوړ كړل۔ د سری لنکا اے لخوا ایشان مالنګا درې ٬ مادوشنكا او چمندو وكرماسنګھے دوه دوه وكټونه ترلاسه كړل۔ سري لنكا د هدف په سر كولو كښې ناكامه شوه۔او په 39.4 اوورز كښې په 198 رنز آؤټ شوه۔ د پاكستان لخوا شرون سراج 3 او عمران جونيئر 2 وكټونه ترلاسه كړل۔ حېدر علی په غوره سنچرۍ كولو مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم يو ورځنے مېچ به په 27 نومبر او درېم او وروستے مېچ به په 29 نومبر كولې شي۔ دواړه مېچونو به په راولپنډی کرکټ اسټېډيم كښې كيږي۔ دا خبره دې ياده وي چې دې څخه وړانېد شوو د دوو څلور ورځنو مېچونو سيريز پاكستان شاهينز 0-1 سره ګټلے دے۔

مزید خبریں