د زمبابوے او پاکستان ترمينځه د درېو يو ورځنو ميچونو د سيريز وړومبے مېچ به په 24 نومبر كيږي

هرارے۔22 نومبر(اے پی پی) د زمبابوے او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز وړومبے مېچ به په 24 نومبر کوئنز سپورټس کلب بلاوایو كښې كيږي۔ د پاكستان كركټ لوبډله زمبابوے ته رسېدلې ده چرته به چې د كوربه لوبډلې په ضد د درېو يو ورځنو او درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي۔ د كوربه لوبډلې مشري به ارون کرېګ او د پاكستانۍ لوبډلې رضوان كوي۔ …

هرارے۔22 نومبر(اے پی پی) د زمبابوے او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز وړومبے مېچ به په 24 نومبر کوئنز سپورټس کلب بلاوایو كښې كيږي۔ د پاكستان كركټ لوبډله زمبابوے ته رسېدلې ده چرته به چې د كوربه لوبډلې په ضد د درېو يو ورځنو او درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي۔ د كوربه لوبډلې مشري به ارون کرېګ او د پاكستانۍ لوبډلې رضوان كوي۔ د درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز اولنے مېچ به په 24 نومبر دويم په 26 نومبر او درېم او وروستے مېچ په 28 نومبركيږي۔ دا درې واړه مېچونه به کوئنز سپورټس کلب بلاوایو كښې كولې شي۔ د پاكستان په ضد د زمبابوے په 15 كسيزه ون ډے سکواډ كښې کرېګ ایروائن (کپتان)، فراز اکرم، برائن بینیټ، جویلورډ ګمبی، ټریور ګوانډو، کلائیو مډانډے، ټینوټینډا ماپوسا، تادیواناشے مارومانی، برېنډن ماوتا، تشنګا موسیکیوا، بلېسنګ مزارابانی، سیچراران، رچرډان، سیکران او ډیوټی ولیمز شامل دي ۔ ون ډے سيريز څخه وورستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو ټي ټونټي مېچونو سريز به هم په دې ګراؤنډ كولې شي۔ د درېو ټي ټونټي مېچونو اولنے مېچ به د دسمبر په اولنۍ ٬ دويم په 3 مه او درېم او وروستے مېچ به په 5مه نېټه كولې شي۔

مزید خبریں