هرارے 21 نومبر (اے پي پي) د زمبابوے او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه په درېو ون ډے میچونو مشتمل سیریز به په 24 نومبر څخه کوئنز سپورټس کلب بلاوایو كښې پېل كېږي۔د پاکستان کرکټ ډله زمبابوے ته رسيدلې ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد درې ون ډے او درې ټی ټونټی میچونو سیریز کوي۔د كوربه ډلي مشري به ارون کریګ دغسې د پاكستان ډلي مشري به محمد …
د زمبابوے او پاکستان ترمينځه وړومبے ون ډے میچ به په 24 نومبر کيږي،پاکستان به د زمبابوے په ضد د درېو ون ډے او درېو ټي ټونټي میچونو سیریز کوي

مزید خبریں
هرارے 21 نومبر (اے پي پي) د زمبابوے او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه په درېو ون ډے میچونو مشتمل سیریز به په 24 نومبر څخه کوئنز سپورټس کلب بلاوایو كښې پېل كېږي۔د پاکستان کرکټ ډله زمبابوے ته رسيدلې ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد درې ون ډے او درې ټی ټونټی میچونو سیریز کوي۔د كوربه ډلي مشري به ارون کریګ دغسې د پاكستان ډلي مشري به محمد رضوان کوي۔د دواړو ډلو ترمينځه 3 ون ډے کرکټ میچونو سیریز به په 24 نومبر پېل كېږي،دويم ون ډے به په 26 نومبر او دريم به په 28 نومبر کېږي،درې واړه ون ډے به په ئنز سپورټس کلب بلاوایو كښې كېږي۔ د پاکستان په ضد د زمبابوے 15 كسيزه ون ډے سکواډ كښې کریګ ایروائن (کپتان)، فراز اکرم، برائن بینیټ، جویلورډ ګمبی، ټریور ګوانډو، کلائیو مډانډے، ټینوټینډا ماپوسا، تادیواناشے مارومانی، برینډن ماوتا، تشنګا موسیکیوا، بلیسنګ مزارابانی، سیچراران، رچرډان، سیکران او ډیوټی ولیمز شامل دي۔ون ډے سیریز نه پس به د دواړو ډلو ترمينځه درې ټي ټونټی میچونو سیریز هم دغه ځاے كېږي۔د درېو ټی ټونټی میچونو وړومبے میچ به په 01 دسمبر ،دويم به په 3 دسمبر دغسې دريم او آخري به په 5 دسمبر كېږي۔










