انټیګا 20نومبر(اے پی پی) د ويسټ انډيز او بنګله دېش كركټ ډلو ترمينځه د دوو ټيسټ ميچونو مشتمل سيريز وړومبے ميچ به د نومبر 22مې نيټې څخه سر ويوين رچرډز سټېډيم نارت ساؤنډ انټيګا كښې پیل كېږي۔د بنګله دېش قامي كركټ ډله به د خپلې دورې په مهال د ويسټ انډيز ډلې په ضد دوه بين الاقوامي ټيسټ ميچونو سيريز نه علاوه درې ون ډے او درې د ټي 20 …
د ويسټ انډيز او بنګله دېش ډلو ترمينځه وړومبے ټيسټ ميچ به د جمعې په ورځ پيل كېږي

مزید خبریں
انټیګا 20نومبر(اے پی پی) د ويسټ انډيز او بنګله دېش كركټ ډلو ترمينځه د دوو ټيسټ ميچونو مشتمل سيريز وړومبے ميچ به د نومبر 22مې نيټې څخه سر ويوين رچرډز سټېډيم نارت ساؤنډ انټيګا كښې پیل كېږي۔د بنګله دېش قامي كركټ ډله به د خپلې دورې په مهال د ويسټ انډيز ډلې په ضد دوه بين الاقوامي ټيسټ ميچونو سيريز نه علاوه درې ون ډے او درې د ټي 20 ميچونو سيريز هم كوي۔د ويسټ انډيز او بنګله دېش كركټ ډلو ترمينځه په دوو ټيسټ ميچونو مشتمل سيريز وړومبے ميچ به د نومبر په 22مه نېټه كېږي٬دا ميچ به د 22 نه تر 26 نومبر سرويوين رچرډز سټېډيم نارت ساؤنډ انټيګا كښې كيږي۔د بنګله دېش ډلې مشري مهدي حسن مرزا او د كوربه ويسټ انډيز ډلې به كريګ براتهويټ كوي۔د دواړو ډلو ترمينځه دوهم او آخري ټيسټ ميچ به د نومبر 30مې نېټې نه تر 4 دسمبر سبينا پارك كنګسټن جميكا كښې كېږي۔










