اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) په څلورم ټی ټونټی بلائنډ کرکټ ورلډ کپ كښې ګډون كولو له د سوئيلي افريقه لوبډله په 20 نومبر ، د بنګله دېش ،نیپال او سری لنکا لوبډلې په 21 نومبر پاكستان ته راځي۔ هندي بلائنډ كركټ لوبډله د هند خارجه وزارت لخوا اېن او سي ته سترګې په لار ده۔ د ګل په ورځ د پاكستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمین او د ورلډ بلائنډ کرکټ …
د ټي ټونټي ورلډ كپ په اړه د پي بي سي سي چيئرمېن اے پي پي پي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) په څلورم ټی ټونټی بلائنډ کرکټ ورلډ کپ كښې ګډون كولو له د سوئيلي افريقه لوبډله په 20 نومبر ، د بنګله دېش ،نیپال او سری لنکا لوبډلې په 21 نومبر پاكستان ته راځي۔ هندي بلائنډ كركټ لوبډله د هند خارجه وزارت لخوا اېن او سي ته سترګې په لار ده۔ د ګل په ورځ د پاكستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمین او د ورلډ بلائنډ کرکټ لمېټډ صدر سید سلطان شاہ’’ اے پي پي‘‘ ته ووئيل د سوئيلي افريقه لوبډله به په 20 نومبر او د بنګله دېش ٬ سري لنكا او نيپال لوبډلې به په 21 نومبر پاكستان ته رارسي۔ ده ووئيل د هند بلائنډ كركټ لوبډله د هندي خارجه وزارت لخوا اېن او سي ته سترګې په لار ده۔ دغې څخه وورستو به د هند لوبډله د شېډول له مخې په 21 نومبر پاكستان ته راورسي۔ ده ووئيل ورلډ بلائنډ ټي ټونټي کرکټ کپ به 22 نومبر څخه تر 3 دسمبر2024 په لاهور او ملتان كښې كولې شي۔ د دې د پرانستې دستوره به په 22 نومبر لاهور كښې كيږي۔ د ایونټ د سيمي فائنل مقابلې به د دسمبر په اولنۍ نېټه د معذورو په نړيواله ورځ كولې شي۔ ده ووئيل په بلائنډ ټی ټونټی کرکټ کپ كښې 7 ډلې برخه اخلي په كومو كښې چې د كوربه لوبډلې پاكستان په شمول افغانستان، هند ،بنګله دېش ٬ سری لنکا ، سوئيلي افريقه او د نيپال لوبډله شامل ده۔ ده ووئيل د ورلډ کپ 15 مېچونه به لاهور او 9 به ملتان كښې كيږي










