آسټریلیا پاكستان ته په دريم او وروستي ټي ټونټي مېچ كښې په 7 وكټو ماتې وركولو سره د درېو ميچونو سيريز كلين سويپ كړو ٬ مارکس سټوئنس د لوبې غوره لوبغاړے ، سپینسر جانسن د سیریز غوره لوبغاړے وګرځولے شو

هوبارټ۔18نومبر(اے پی پی) آسټریلیا پاكستان ته په دريم او وروستي ټي ټونټي مېچ كښې په 7 وكټو ماتې وركولو سره د درېو ميچونو سيريز كلين سويپ كړو۔ د كېنګروز باؤلرانو د غوره باؤلنګ له امله پاكستانۍ لوبډله په 18.1مه اوور كښې په 117 رنز آؤټ شوه۔ د آسټریلیا لخوا ایرون هارډی درې ٬ اېډم زمپا او سپېنسر جانسن دوه دوه او زیویر بارټلیټ او نېتھن ایلس يو يو وكټ ترلاسه …

هوبارټ۔18نومبر(اے پی پی) آسټریلیا پاكستان ته په دريم او وروستي ټي ټونټي مېچ كښې په 7 وكټو ماتې وركولو سره د درېو ميچونو سيريز كلين سويپ كړو۔ د كېنګروز باؤلرانو د غوره باؤلنګ له امله پاكستانۍ لوبډله په 18.1مه اوور كښې په 117 رنز آؤټ شوه۔ د آسټریلیا لخوا ایرون هارډی درې ٬ اېډم زمپا او سپېنسر جانسن دوه دوه او زیویر بارټلیټ او نېتھن ایلس يو يو وكټ ترلاسه كړو۔ آسټريليا د 118 رنز هدف د 11 م اوورز په دويم بال د 3 وكټو په زيان سر كړو۔ مارکس سټوئنس 61 رنز جوړ كړل۔ په غوره بېټنګ كولو هغه مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د ګل په ورځ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو ټي ټونټي مېچونو د سيريز درېم او وروستي ټي ټونټي مېچ كښې د رضوان په ځاے د كپتانۍ ذمه وارۍ سنبالونكې سلمان علي آغا ټاس ګټلو سره د بيټنګ پرېكړه وكړه۔ د پاكستان ټوله لوبډله په 18.1 اوورز كښې په 117 رنز جوړولو آؤټ شوه۔ د آسټریلیا لخوا ایرون هارډی 3 ٬ اېډم زمپا او سپېنسر جانسن دوه دوه او زیویر بارټلیټ او نېتھن ایلس يو يو وكټ ترلاسه كرو۔ په ځواب كښې آسټرېليا د 118رنز هدف د درېو لوبغاړو په زيان په آسانۍ سره د 11 م اوورز په دويم بال سر كړو۔ د اسټريليا لخوا مارکس سټوئنس 61 رنز جوړ كړل۔ آسټرېلوی لوبډلې په درېم او ورستي ټي ټونټي مېچ كښې نه يوازې دا چې پاكستان ته په 7 وكټو سره ماتې وركړه بلكې د درېو مېچونو سيريز كښې يۍ خپل مشن كلين سويپ هم بشپړ كړو۔ د پاکستان لخوا شاهین شاہ آفریدي ،جهانداد خان او عباس آفریدي يو يو لوبغاړے آؤټ كړو۔ ماركس سټوئنس په 61 رنز كولو د مېچ او سپېنسر جانسن په غوره باؤلنګ كولو د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شول

مزید خبریں