سډنی۔15نومبر(اے پی پی) د آسټریلیا او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا د خالي په ورځ په سډني كركټ ګراؤنډ ٬ سډني كښې كيږي۔ آسټریلیا ته د درې مېچونو په سيريز كښې تر دې دمه د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كېنګروز په اولني ټي ټونټي مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې ته 29 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دواړه لوبډلې دويم ټي ټونټي …
د آسټریلیا او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي ميچ د خالي په ورځ كيږي

مزید خبریں
سډنی۔15نومبر(اے پی پی) د آسټریلیا او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا د خالي په ورځ په سډني كركټ ګراؤنډ ٬ سډني كښې كيږي۔ آسټریلیا ته د درې مېچونو په سيريز كښې تر دې دمه د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كېنګروز په اولني ټي ټونټي مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې ته 29 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دواړه لوبډلې دويم ټي ټونټي مېچ لپاره سډني ته رسېدلې دي۔ په ټي ټونټي سيريز كښې د پاكستانۍ لوبډلې مشري نوموړے وكټ كيپر او بېټر اېم رضوان او د كوربه آسټريليا لوبډلې جوش انګلس كوي۔ دې څخه وړاندې د درې يو ورځني مېچونو په سريز كښې ګرېن شرټس کېنګروز ته 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز دويم مېچ به په 16 نومبر سډني او درېم او وروستې مېچ به په 18 نومبر بېلریو اوول هوبارټ كښې كيږي۔ د ټي ټونټي سيريز ټول مېچونه نائټ دي كومې چې د فلډلائټس په رڼا كښې كولې شي










