برسبېن۔12 نومبر (اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډله ټي ټونټي سيريز كولو له برسبېن ته ورسېده۔ د آسټریلیا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ به په 14 نومبر دي ګابا ٬ برسبېن كښې كيږي۔ په ټي ټونټي سيريز كښې به د پاكستانۍ لوبډلې مشري نوموړے وكټ كيپر بېټر رضوان او د كوربه لوبډلې مشري جوش انګلس كوي۔ د پاكستان …
د پاکستان کرکټ لوبډله ټي ټونټي سيريز له برسبين ته ورسيده ، د آسټریلیا په ضد د درېو ميچونو سريز به په 14 نومبر پيل كيږي

مزید خبریں
برسبېن۔12 نومبر (اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډله ټي ټونټي سيريز كولو له برسبېن ته ورسېده۔ د آسټریلیا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ به په 14 نومبر دي ګابا ٬ برسبېن كښې كيږي۔ په ټي ټونټي سيريز كښې به د پاكستانۍ لوبډلې مشري نوموړے وكټ كيپر بېټر رضوان او د كوربه لوبډلې مشري جوش انګلس كوي۔ د پاكستان كركټ لوبډله دا مهال د آسټريليا په دوره ده۔ پاكستان كوربه لوبډلې ته د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړې ده۔ پاكستانۍ لوبډلې 22 كاله پس آسټريليا ته په ون ډے سیریز كښې ماتې وركړې۔ پاكستان به د آسټريليا په ضد د درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز هم كوي كوم لپاره چې لوبډله برسبېن ته رسېدلې ده چرته به چې د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنے مېچ په 14 نومبر كېږي۔ دويم ټي ټونټي مېچ به په 16 نومبر سډني او درېم ا وروستے مېچ به په 18 نومبر بیلریو اوول هوبارټ كښې كولې شي۔ دا درې واړه مېچونه به نائټ وي او د فلډلائتش په رڼا كښې به كولې شي










