د افغانستان او بنګله ديش كركټ لوبډلو ترمينځه دويم يو ورځنے ميچ د خالي په ورځ كيږي

شارجه۔8نومبر(اے پی پی) د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ د خالي په ورځ په 9 نومبر شارجه كركټ ستېډيم شارجه كښې كېږي۔ د افغانستان لوبډلې ته د بنګله دېش په ضد د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ افغانستان په اولني يو ورځني مېچ كښې بنګله دېش ته 92 رنز سره ماتې وركړې …

شارجه۔8نومبر(اے پی پی) د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ د خالي په ورځ په 9 نومبر شارجه كركټ ستېډيم شارجه كښې كېږي۔ د افغانستان لوبډلې ته د بنګله دېش په ضد د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ افغانستان په اولني يو ورځني مېچ كښې بنګله دېش ته 92 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دواړه لوبډلې دا مهال په يو اے اي كښې موجود دي۔ د افغانستان لوبډلې مشري حشمت شهیدی او دبنګله دېش نجم الحسن شانټو كوي۔ د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز دويم مېچ به په 9 نومبر او درېم او وروستے مېچ به په 11 نومبر كولے شي۔ د يو ورځني مېچونو سيريز درې واړه مېچونه ډے اېنډ نائټ دي او دا به په شارجه كركټ سټېډيم كښې كېږي۔

مزید خبریں