د پاكستان او آسټريليا ترمينځه دويم يو ورځنے ميچ د جمعې په ورځ كيږي

ایډیلیډ ۔7 نومبر(اے پي پي) د آسټریلیا او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز دويم مېچ سبا (د جمعې په ورځ) په اېډیلیډ اوول، اېډیلیډ كښې كيږي۔ كوربه کېنګروز ته د پاکستان په ضد د درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ آسټریلیا پاكستان ته په اولني مېچ كښې له يوې خوندورې مقابلې وروستو په دوو وكټونو ماتې وركړې وه۔ …

ایډیلیډ ۔7 نومبر(اے پي پي) د آسټریلیا او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز دويم مېچ سبا (د جمعې په ورځ) په اېډیلیډ اوول، اېډیلیډ كښې كيږي۔ كوربه کېنګروز ته د پاکستان په ضد د درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ آسټریلیا پاكستان ته په اولني مېچ كښې له يوې خوندورې مقابلې وروستو په دوو وكټونو ماتې وركړې وه۔ د پاکستان كركټ لوبډله دا مهال د آسټرېليا په دوره ده چرته به چې د كوربه لوبډلې په ضد د درېو يو ورځنو او درېو ټي 20 مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز دويم مېچ به سبا (د جمعې په ورځ) په ایډیلیډ اوول، ایډیلیډ او درېم او وروستے مېچ په 10 نومبر پرتھ سټېډیم كښې كېږي۔ دا مېچونه به ډے اېنډ نائټ وي۔ د يو ورځنو مېچونو د سېريز بشپړېدو وروستو به دواړه لوبډلې برسبېن ته ځي چرته به چې د درېو ټي 20 مېچونو سيريز اولنے مېچ په 14 نومبر ، دويم په 16 نومبر او درېم په 18 نومبر كولې شي۔ د ټي ټونټي سيريز درې واړه مېچونه به نائټ وي كوم به چې د فلډ لائټس په رڼا كښې كولې شي

مزید خبریں