اسلام آباد۔6نومبر (اے پی پی) د پاکستان اېم آصف آئی بی اېس اېف مېنز نړيوال سنوکر چېمپئن شپ ګټلو سره په درېم ځل نړيوال سنوکر چېمپئن جوړ شو۔ د شورو په ورځ په دوحه قطر كښې شوي فائنل كښې د پاكستان اېم آصف د ايران علی ګھراہ ګوزلو ته په 3-5 ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ اېم آصف د ايران لوبغاړي ته (70-25, 7-87(84), 82(56)-8, 106(106)-08, 82-12, …
د پاکستان ايم آصف آئی بی ایس ایف مینز نړيوال سنوکر چیمپئن شپ وګټلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔6نومبر (اے پی پی) د پاکستان اېم آصف آئی بی اېس اېف مېنز نړيوال سنوکر چېمپئن شپ ګټلو سره په درېم ځل نړيوال سنوکر چېمپئن جوړ شو۔ د شورو په ورځ په دوحه قطر كښې شوي فائنل كښې د پاكستان اېم آصف د ايران علی ګھراہ ګوزلو ته په 3-5 ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ اېم آصف د ايران لوبغاړي ته (70-25, 7-87(84), 82(56)-8, 106(106)-08, 82-12, 43-91(58), 0-118, 93(80)-4) سکور سره ماتې وركړه۔ قطر څخه د ترلاسه شوو اطلاعاتو له مخې اېم آصف په 9 فرېمز مشتمل فائنل كښې د غوره كاركردګۍ تسلسل روان ساتلو سره حريف لوبغاړے ناتوانه وساتلو۔ اېم آصف دې بريا سره د هند د پنکج اېډوانی درې وارې د نړيوال ټائټل ګټلو ريكارډ هم برابر كړو۔ پاکستانی کیوئسټ په ټورنامنټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د 6 سنچري برېک كولو ريكارډ هم جوړ كړو۔ هغه د قبرص لوبغاړي مائیکل جورجیو ته له يوې خوندورې مقابلې وروستو 3-5 سره په ماتې وركولو فائنل ته رسېدلے ؤ۔ فېصل آباد سره تعلق لرونكي 42 كلن اېم آصف په اولني ځل 2012 كښې آئی بی اېس اېف نړيوال سنوکر چیمپئن شپ ګټلے ؤ۔ هغه په كال 2019 كښې په دويم ځل نړيوال سنوکر چیمپئن جوړ شوے ؤ۔ دغې څخه وړاندې په نړيوال چېمپئن شپ اېم آصف د متحدہ عرب امارات لوبغاړي شهاب ته 1-4 سره ماتې وركولو سره په فائنل فور كښې خپل ځاے جوړ كړے ؤ۔ د پاکستان سنوکر اېنډ بلیئرډ اېسوسی اېشن چیئرمېن عالمګیر شېخ او نورو چارواكو ته د اېم آصف په زړه پورې بريا مباركي وركولو سره دا پاكستان لپاره يو درناوې وګرځولو۔ ده هيله ولرله چې په پېرس اولمپکس كښې جېولین تھرو كښې د ګولډ مېډل ترلاسه كونكې ارشد نديم په څير پرله پسې په درېم ځال نړيوال ټائټل په خپل نوم كونكے آصف به هم وستائېلې شي او ده ته به انعامونه وركړې شي۔










