د خېبرپښتونخوا موجوده كابينې تراوسه 15 غونډې شوي۔د وزيراعلٰی هاؤس چارواكي

پیښور 18اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت د موجوده صوبائي كابينې تراوسه 15 غونډې شوي۔د وزيراعلٰی هاؤس چارواكو له مخې په مجموعي توګه 319 پريكړې شوي چې پكښې په 242 پريكړو عملدرآمد شوے او 77 پريكړو باندې كار روان دے۔ چارواكو له مخې د صوبائي كابينې په غونډو كښې چې د كومو محكمو په اړه زياتره پريكړې شوي په هغې كښې د خزانې محكمه اول ده چې په دې اړه 76 …

پیښور 18اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت د موجوده صوبائي كابينې تراوسه 15 غونډې شوي۔د وزيراعلٰی هاؤس چارواكو له مخې په مجموعي توګه 319 پريكړې شوي چې پكښې په 242 پريكړو عملدرآمد شوے او 77 پريكړو باندې كار روان دے۔ چارواكو له مخې د صوبائي كابينې په غونډو كښې چې د كومو محكمو په اړه زياتره پريكړې شوي په هغې كښې د خزانې محكمه اول ده چې په دې اړه 76 پريكړې شوي۔چارواكو له مخې د قانون محكمې په اړه 51 پريكړې شوي٬د داخله محكمې 34 ٬ د بلديات محكمې 26 ٬ د صحت محكمې 28 ٬ د منصوبه بندۍ او پرمختيائي محكمې 19 ٬د صنعت محكمې 11 ٬د ابتدائي او ثانوي تعليم محكمې 19 ٬ د اعلٰی تعليم 12 ٬ د انرجي اينډ پاور 14 او د ايډمنسټرېشن په اړه 24 پريكړې شوي دي۔د چارواكو له مخې كه چرې د مهمو او لويو پريكړو نوعيت وكتلې شي نو بېلې محكمې/ څانګو كښې د قانوني مسودات په اړه 45 پريكړې شوي۔مختلف پرمختيائي سكيمونو او نوو اقداماتو لپاره د فنډز منظورۍ په لړ كښې 43 ٬ ميګا پرمختيائي پروژو په اړه 42 ٬ حكومتي او انتظامي لوظ نامو په اړه 6 ٬ اعلاميه جات او پالېسيو په اړه 60 او عمومي هدايات په اړه 14 پريكړې شوي دي ۔بېلو محكمو كښې د افرادي ضروريات پوره كولو لپاره د 2564 چوكو تخليق كولو منظوري وركړی شوې ده

مزید خبریں