پېښور 18اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت ضم شوو او بندوبستي ضلعو ټي ايم ايز لپاره 72 كروړه او 10 لكه روپغ فنډز جاري كړے ۔د وزيراعلٰی هاؤس له مخې د ضم شوو ضلعو كښې د سړكونو لپاره 62 كروړه 72 لكه روپۍ منظورې كړی شوي ٬د ګاډو مينول رجسټرېشن آټو مينډ رجسټرېشن د لارې سمارټ كارډ ته د منتقل كولو منظوري وركړې شوې په كومو چې كار روان دے۔ساؤت وزيرستان …
د خېبرپښتونخوا حكومت ضم شوو او بندوبستي ضلعو ټي ايم ايز لپاره 72 كروړه 10 لكه روپۍ فنډ جاري كړو
پېښور 18اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت ضم شوو او بندوبستي ضلعو ټي ايم ايز لپاره 72 كروړه او 10 لكه روپغ فنډز جاري كړے ۔د وزيراعلٰی هاؤس له مخې د ضم شوو ضلعو كښې د سړكونو لپاره 62 كروړه 72 لكه روپۍ منظورې كړی شوي ٬د ګاډو مينول رجسټرېشن آټو مينډ رجسټرېشن د لارې سمارټ كارډ ته د منتقل كولو منظوري وركړې شوې په كومو چې كار روان دے۔ساؤت وزيرستان كښې د شكئي بند پروژې لګښت د 87 كروړه 68 لكه روپو څخه په زياتېدو 1 ارب 69 كروړه روپۍ كړے شوے۔ پیهور ہائی لیول کینال صوابۍ پروژې لپاره 15 اربه 65 كروړه روپو منظوري وركړی شوې ٬ دغسې كنډل بند صوابۍ كښې اضافي كار لپاره 56 كروړه 83 لكه روپو د منصوبې منظوري وركړی شوې۔د ښه كروندې لپاره مردان كښې 470 ايكړ سركاري زمكه د زراعت محكمې په نامه منتقل كړی شوې ۔د زراعت محكمې ته د ګومل زام بند تكميل لپاره د بريج فناسنګ په مد كښې د 40 كروړه روپو فنډ هم جاري كې شوې۔د وزيراعلٰی هاؤس چارواكو له مخې 88 ميګاواټ ګبرال كالام هائيډرو پاور پراجيكټ لپاره د 327 كنال زمكې اغستو لپاره 1 ارب 10 كروړ روپو فنډ د سوات ډپټي كمشنر ته جاري كړی شوے او د بجلۍ وركولو په غرض په ټولو سيمو كښې د ټرانسفرمرز مرمت لپاره 1 ارب 15 كروړه روپۍ جاري كړې شوي ۔د ډويژنل په كچه ريجنل پرمختيائي كمېټۍ جوړه كړې شوي او هغې ته به د اختيارات منتقلۍ نوټيفيكېشن په يو څو ورځو كښې جاري كړې شي











