کوئټه 17 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل سره د قطر د شاهي كورنۍ شیخ طلال خلیفه الثانی د زيارت په ورځ په كوئټه ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوي بيان له مخې په دې د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل ووئيل پاکستان او قطر خپلو كښې د ملګرتيا پخوانۍ اړيكي لري او د ژوند په ټولو څانګو كښې د سرمایه كارۍ …
د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل سره د قطر د شاهي كورنۍ شیخ طلال خلیفه الثانی ملاقات
کوئټه 17 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل سره د قطر د شاهي كورنۍ شیخ طلال خلیفه الثانی د زيارت په ورځ په كوئټه ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوي بيان له مخې په دې د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل ووئيل پاکستان او قطر خپلو كښې د ملګرتيا پخوانۍ اړيكي لري او د ژوند په ټولو څانګو كښې د سرمایه كارۍ ګټه ورې موقعې هم لرو،د كومو څخه چې ګټي پورته كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې قطر په ډير لږ وخت كښې انډسټریلائزشن، سپورټس او سیاحت په څانګو كښې په نړيواله كچه خپل نوم او مقام جوړ كړے،په دې لړ كښې د بلوچستان اعلیٰ تعلیم یافته ځوانان او جدید هنر مندان د قطر رغونه او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل رابطه كارۍ سره به د پاکستان او قطر ترمينځه اړيكو لا ښه كولو له مرسته تر لاسه شي۔











