خېبر پښتونخوا كښې ضمني بلدياتي اليکشن لپاره انتخابي كمپائن به په 18 اکتوبر د شپې ختميږي۔صوبائي اليکشن کمېشن

پېښور 17 اکتوبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د كيدونكې دويم ضمني بلدياتي اليکشن لپاره انتخابي كمپائن به په 18 اکتوبر د شپې 12 بجې ختميږي۔د خېبر پښتونخوا اليکشن کمېشن له مخې اليکشن کميشن آف پاکستان په 20 اکتوبر 2024ء صوبه كښې كيدونكې دويم ضمني بلدياتي اليکشن په بيلو چوكو برخه اخستوونكو ټولو سياسي ګوندونو او كانديدانو ته وئيلي دي چې د اليکشنز ايکټ 2017ء سيکشن 182 له مخې …

پېښور 17 اکتوبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د كيدونكې دويم ضمني بلدياتي اليکشن لپاره انتخابي كمپائن به په 18 اکتوبر د شپې 12 بجې ختميږي۔د خېبر پښتونخوا اليکشن کمېشن له مخې اليکشن کميشن آف پاکستان په 20 اکتوبر 2024ء صوبه كښې كيدونكې دويم ضمني بلدياتي اليکشن په بيلو چوكو برخه اخستوونكو ټولو سياسي ګوندونو او كانديدانو ته وئيلي دي چې د اليکشنز ايکټ 2017ء سيکشن 182 له مخې په 18 اکتوبر د شپې 12 بجو نه پس به كوم هم كس څه جلسه، جلوس، کارنر ميټنګ يا د دې نوعيت سياسي هلي ځلي نه كوي او نه به په دې ډول هلو ځلو كښې ګډون كوي۔ چا كه هم د قانون د ياد شوي شق خلاف ورزي وكړه ، په ضد به ئې کارروائي كولې شي

مزید خبریں