پېښور۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د نیبروډ او وېلېج کونسلونو كښې د بېلو کېټګریز په خالي چوكو دويمې ضمني بلدياتي ټاكنې په 20 اکتوبر كيږي۔ د ټاكنو كمپائن به د 18 او 19 اکتوبر په منځومانۍ شپه ختم شي۔ د الېکشن کمېشن خېبر پښتونخوا له مخې ضمني بلدياتي ټاكنې به د 17 ضلعو په 53 وېلېج او نیبرهډ کونسلز كښې په جنرل، …
د خیبرپښتونخوا په بيلو ضلعو كښې دويمې ضمني بلدياتي ټاكنې په 20 اکتوبر كيږي: د كے پي كے اليكشن كميشن
پېښور۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د نیبروډ او وېلېج کونسلونو كښې د بېلو کېټګریز په خالي چوكو دويمې ضمني بلدياتي ټاكنې په 20 اکتوبر كيږي۔ د ټاكنو كمپائن به د 18 او 19 اکتوبر په منځومانۍ شپه ختم شي۔ د الېکشن کمېشن خېبر پښتونخوا له مخې ضمني بلدياتي ټاكنې به د 17 ضلعو په 53 وېلېج او نیبرهډ کونسلز كښې په جنرل، مېرمنو ، مزدور او کسان او ځوانانو لپاره په مخصوص چوكو كولې شي۔ په كومو ضلعو كښې چې ټاكنې كيږي په هغو كښې پېښور ، نوښار، چارسدہ، خېبر، صوابۍ ، کوهاټ، کرک، لکی مروت، ډی آئی خان، ټانک ، اېبټ آباد، مانسهرہ، کولائی پلاس ، سوات ، شانګله، بونیر، دیر لوئر او باجوړ شامل دي ۔ دا ټاكنې به د وېلېج كونسل او نېبر هوډ كونسل په كچه كيږي۔ په دې كښې به 53 د وېلېج کونسل او 54 د نیبر هوډ کونسلز چوكۍ وي۔ ضمني ټاكنو له ټول 260 پولنګ سټېشنونه جوړ كړې شوي۔ د چيف سېكرتري وېنا ده چې په پولنګ سټېشنونو آسانۍ باوري كولو له دې فنډز جاري كړې شي۔ ده زياته كړه چې زمونږ ترجيح سپېځلې ټاكنې كول دي۔ ټول افسران دې ايماندارۍ سره خپله قامي فريضه ترسره كړي او د الېكشن كمېشن په ورځ دې بشپړه مرسته وكړي۔











