کوئټه۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره باكسر وسيم ملاقات وكړو۔ د قامي اسمبلۍ غړے نوابزاده جمال خان رئيساني ، لوبو لپاره د وزيراعلی سلاحكاره مینا مجید بلوچ، د لوبو سېكرټري طارق قمر بلوچ او د سپورټس ډي جي یاسر بازئی په شمول نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعلیٰ باكسر وسیم ته په پېشه ور سفر كښې په 15 كښې د …
وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره د باكسر وسيم ملاقات
کوئټه۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره باكسر وسيم ملاقات وكړو۔ د قامي اسمبلۍ غړے نوابزاده جمال خان رئيساني ، لوبو لپاره د وزيراعلی سلاحكاره مینا مجید بلوچ، د لوبو سېكرټري طارق قمر بلوچ او د سپورټس ډي جي یاسر بازئی په شمول نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعلیٰ باكسر وسیم ته په پېشه ور سفر كښې په 15 كښې د 13 مقابلو په ګټلو مباركي وركړه۔ مير سرفراز بګټي ووئيل مونږ په باكسر وسيم وياړؤ ، په پېشه ور استعداد كښې زياتوالي لپاره به د ده هر ډول مرسته كوؤ۔ ده د لوبې او كلتور څانګې ته هدايت وكړو چې د باكسر وسيم مرستې له دې زر تر زره سمري رولېږي دغسې چې ضروري كارروائي بشپړه كړې شي۔ په دې موقع مير سر فراز بګټي ووئيل په بلوچستان كښې د لوبو مېدانونه آبادولو سره ځوانانو ته د ښه فعاليتونو په زړه پورې موقعې وركوؤ۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې اولنۍ یوتھ پالیسی منظور كړې شوې په كومه كښې چې د نوابزاده جمال خان رئيساني بنيادي كردار دے د كوم چې مونږ ستائنه كوؤ۔ باکسر وسیم د وزيراعلی مننه كولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې هغه به په نړيواله كچه د پاكستان او بلوچستان نامه روښانه كولو له خپلهع خواري روانه ساتي











