x پېښور 16 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور وئيلي دي د مسئلو حل لپاره په باور كولو د كوكي خېل مشرانو مننه كوم٬ زه به د ستاسو باور له مخې د كار كولو هڅه كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ضلع خېبر د کوکي خېلو مشرانو سره په ملاقات كښې كړې٬ په ملاقات كښې اېم اېن اے اقبال افريدي، اېم پي ايز سهيل افريدي …
وزيراعلي علي امين ګنډا پور سره د خېبر كوكي خېل قام مشرانو وليدل
x
پېښور 16 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور وئيلي دي د مسئلو حل لپاره په باور كولو د كوكي خېل مشرانو مننه كوم٬ زه به د ستاسو باور له مخې د كار كولو هڅه كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ضلع خېبر د کوکي خېلو مشرانو سره په ملاقات كښې كړې٬ په ملاقات كښې اېم اېن اے اقبال افريدي، اېم پي ايز سهيل افريدي او عبدالغني اغريدي نه علاوه د پېښور كمشنر او د خېبر ضلع ډپټي كمشنر پشمول اړوند كسان موجود وو۔ په ملاقات كښې د کوکي خېل قام په عارضي توګه د بې كوره كسانو خپلو سيمو ته د ستنېدو په مسئله مشاورت وشو٬ كومې سيمې چې كليئر شوي هلته د خلقو بېرته ستېندو لپاره د رجسټريشن عمل په سمدستي توګه د پېل كولو او د پاتې خلقو بېرته ستنېدو لپاره اړوندو ادارو سره په راتلونكې اونۍ كښې د غونډې كولو او ستنېدو لائحه او ټائم لائن په ترسره كولو هم صلاح وشوه۔ د وزيراعليٰ په باور وركولو جرګې سبا د تيراه د بې كوره كسانو د مجوزه مارچ کينسل كولو او د تېرو 75 ورځو راهسې په طورخم ستره لاره د جاري پرلت ختمولو هم اعلان وكړو٬ جرګې د بې كوره كسانو د بېرته ستنېدو لائحه ترسره كولو لپاره په وزيراعليٰ د باور څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعلي علي امين ګنډاپور ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قبائيلي اولس قربانۍ د چا نه پټې نه دي ٬ دوي په هېواد كښې د امن په خاطر خپلې خونې پرېښودې او تكليفونه يې زعملي۔ ده ووئيل د ځپليو خپلو سيمو ته په عزت سره ستنېدو او آبادولو ته مونږ پام لرنه كوو۔











