د شنګھائي مرستې تنظيم كنفرنس كوربتوب پاكستان لپاره درناوې دے: پارليماني سيكتر حاجی ولی محمد نورزئی

کوئټه۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) او پارليماني سېكتر حاجي ولي محمد نورزئي وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظيم كنفرنس كوربتوب پاكستان لپاره د درناوي خبره ده، غړو هېوادونو سره په بېلو څانګو كښې خبرو سره به نوې موقعې رامخې ته شي ، چین د پاكستان مهم ملګرے دے ، د زده كړو ، بشري وسائلو او د سائنس او ټېكنالوجۍ په شمول نورو څانګو …

کوئټه۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) او پارليماني سېكتر حاجي ولي محمد نورزئي وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظيم كنفرنس كوربتوب پاكستان لپاره د درناوي خبره ده، غړو هېوادونو سره په بېلو څانګو كښې خبرو سره به نوې موقعې رامخې ته شي ، چین د پاكستان مهم ملګرے دے ، د زده كړو ، بشري وسائلو او د سائنس او ټېكنالوجۍ په شمول نورو څانګو كښې مرستې سره به مثبت نتيجې رامخې ته شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده يو پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان په كوربتوب كښې د شنګھائي مرستې تنظيم 23 مه غونډه په اسلام آباد كښې كيږي۔ د دې كنفرنس د لارې به چين سره بېلو څانګو لكه تعليم ، صحت ، كركيله او د ټېكنالوجۍ په شمول نورو څانګو كښې د همكارۍ موقعې زياتې شي۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم كنفرنس سره به د پاكستان يو په زړه پورې عكس نړۍ ته ورمخې ته شي

مزید خبریں