د شنګھائي مرستې تنظيم كوربتوب د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره يو ډېر مهم دے۔ د اېري ګېشن صوبائي وزير صادق عمراني

كوئټه 15 اكتوبر (اے پي پي) د اېري ګېشن صوبائي وزير صادق عمراني د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كنفرنس په اسلام آباد كښې د تابيا هركلي كولو سره وئيلي دي د تنظيم د غوندې كوربتوب د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېر مهم دے ۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم مقصد د غړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي سلامتيا او په سياسي ډكرونو مرستې ته وده وركول دي ٬ دې …

كوئټه 15 اكتوبر (اے پي پي) د اېري ګېشن صوبائي وزير صادق عمراني د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كنفرنس په اسلام آباد كښې د تابيا هركلي كولو سره وئيلي دي د تنظيم د غوندې كوربتوب د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېر مهم دے ۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم مقصد د غړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي سلامتيا او په سياسي ډكرونو مرستې ته وده وركول دي ٬ دې لپاره د دې مهمې غونډې كوربتوب پاكستان لپاره د يو اعزاز خبره ده۔ ده ووئيل د منطقې د مهمو هېوادونو پاكستان ته راتګ سره به نه يوازې د پاكستان په زړه پورې تشخص رامخې ته شي بلكې دې غونډې سره به د غړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ امكانات هم زيات شي

مزید خبریں