کوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي سينيټر شېخ بلال احمد خان مندوخېل وئيلي دي د چين وزيراعظم د پاكستان دوره د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاکستان يو مهم سفارتي او اقتصادي ګام دے ٬ دا دوره به نه يوازې د چين او پاکستان د زړې اړيكې لا مضبوطې كړي بلكې په سيمه ايزه كچه به د دې پراخه اثرات رامخې ته شي٬ د …
د چين وزيراعظم دوره د پاکستان يو مهم سفارتي او اقتصادي ګام دے۔ سينيټر شيخ بلال خان مندوخېل
کوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي سينيټر شېخ بلال احمد خان مندوخېل وئيلي دي د چين وزيراعظم د پاكستان دوره د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاکستان يو مهم سفارتي او اقتصادي ګام دے ٬ دا دوره به نه يوازې د چين او پاکستان د زړې اړيكې لا مضبوطې كړي بلكې په سيمه ايزه كچه به د دې پراخه اثرات رامخې ته شي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژوره دوستي او استراتژك اړيكې موجود دي كومې چې په څو لسيزو محيط دي او په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په قوي بنيادونو اډاڼه دي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د اېس سي او مقصد د غړو هېوادونو ترمېنځه سياسي، سکيورټي او اقتصادي مرستې ته وده وركول دي۔ ده ووئيل پاکستان او چين تل د يو بل د مفادات ملاتر كړے او په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې مرسته لري٬ چې پكښې دفاع، تجارت او انفراسټرکچر شامل دے۔ د چين وزيراعظم لي چيانګ دورې سره به سي پېك منصوبه لا وده ومومي۔ ده ووئيل د اېس سي او پليټ فارم د دواړو هېوادونو په مشتركه سيمه ايزې مرسته او په نړيواله كچه په زړه پورې اثرات مرتب كولې شي۔











