د چين وزيراعظم لي چيانګ 11 كاله پس د پاكستان دوره به د پاك چين ملګرتيا له مرستياله ثابت شي۔د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد كاكړ اے پي پي سره خبرې

كوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي)د بلوچستان د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد كاكړ د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاكستان دورې هركلي كولو سره وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم په موقع به د چين وزيراعظم د اسلام آباد دوره د دواړو هېوادونو ملګرتيا له مرستياله ثابت شي۔د ګوادر انټرنېشنل هوائي مېدان ورچوئل پرانستې څخه د دورې اهميت يو په دوه شوے۔دا خبره ده د ګل په ورځ د …

كوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي)د بلوچستان د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد كاكړ د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاكستان دورې هركلي كولو سره وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم په موقع به د چين وزيراعظم د اسلام آباد دوره د دواړو هېوادونو ملګرتيا له مرستياله ثابت شي۔د ګوادر انټرنېشنل هوائي مېدان ورچوئل پرانستې څخه د دورې اهميت يو په دوه شوے۔دا خبره ده د ګل په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان سره په خبرو كښې وكړه ۔د روغتيا صوبائي وزير ووئيل د چين وزيراعظم به د اسلام آباد دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د كان كيندونكي٬تجارت٬كركيلې او نورو څانګو كښې د مفاهمت په يادښتونه لاس ليك كوي كومو څخه به چې دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ده ووئيل پاك چين ملګرتيا د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬ د چين وزيراعظم لي چيانګ 11 كاله پس د پاكستان دوره به د پاك چين ملګرتيا له مرستياله ثابت شي۔صوبائي وزير ووئيل د دورې په مهال به د ملګرتيا شريكې مرستې له د نوو امكانات جاج اخستلو سره په مهم ومفاهمتي يادښتونو لاس ليك هم كېږي۔

مزید خبریں