مونږ د امن خبره كوؤ او په صوبه كښې به د امن بيرغ هسك کولې شي: د خيبر پښتونخوا ګورنر

پشاور۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئیلي دي د صوبائى اسمبلۍ سپیکر یوه جرګه رابللې وه ، ټول سیاسي ګوندونه جرګې ته ورغلي وو او هغه ستونزه لرې كړې شوه۔ د كے پي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښی د پاسپورټ او نادرا د اسانتیا د مرکز پرانستلو په موقع ميډيا سره په خبرو کښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل مونږ د امن خبره كوؤ او …

پشاور۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئیلي دي د صوبائى اسمبلۍ سپیکر یوه جرګه رابللې وه ، ټول سیاسي ګوندونه جرګې ته ورغلي وو او هغه ستونزه لرې كړې شوه۔ د كے پي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښی د پاسپورټ او نادرا د اسانتیا د مرکز پرانستلو په موقع ميډيا سره په خبرو کښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل مونږ د امن خبره كوؤ او په صوبه كښې به د امن بيرغ هسك کولې شي ، صوبې لپاره سياسي ګوندونو د يووالي څرګندونه كړې، مونږ به په مشاورت سره وړاندېزونه او د صوبې حقونو له دلائل مركز ته وركوؤ۔ ده ووئېل 80 کسيزه کميټي جوړه شوې كومې چې سفارشات وړاندې كړي،15 نکات دي په كومو به چې مونږ بحث كوؤ او خبره به د پاكستان د اساسي قانون او آئين د چوکاټ دننه رامخې ته كوؤ۔ فیصل کریم کنډي ووئیل مونږ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ څخه ډیرې هیلې لرؤ۔ ده ګيله وكړه چې د كال 1991 د اوبو ريكارډ رامخې ته شو خو خېبر پښتونخوا ته هېڅ حق ترلاسه نه شو۔ د اوبو د حق رائلټي رانكړې شوه۔ ده څرګنده کړه چې د اسمبلۍ غړو ته د پاسپورټ ترلاسه كولو آسانۍ وركولې شي ، په قامي او صوبايي اسمبلۍ کښې د پاسپورټ ډېسك جوړ كړے شوے۔ په دې موقع سپیکر بابر سلیم ووئیل د صوبې لپاره وزیراعلی، ګورنر او د مخالفې ډلې لارښود مهم كردار ترسره كړے۔ د جرګې په سفارشات به اسمبلۍ كښې بحث كولې شي۔ دې څخه وړاندې چې كله ګورنر د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته ورسېد نو سپيكر بابر سليم يې هركلے وكړو۔ ګورنر د اسمبلي هال دوره وكړه او سپيكر سره يۍ ملاقات وكړو۔

مزید خبریں