پاکستان د مانټریال پروټوکول له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو له لوظي دے٬

اسلام آباد 14 جون(اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي پاکستان د مانټریال پروټوکول له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو له لوظي دے٬ په مانټريال پروټوكول كښې د كوم مجوزه بدلون په صورت په پرمختګ كوٶنكو هېوادنو مالي فشار نه دې راوړل پكار٬ پاکستان په كال 2010 كښې د اوزون تهه ته د زيان رسوٶنكو مادو د مرحله وار كمي سل فيصده هدف ترلاسه كړې دې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اروپائي ائتلاف سفير جېن فانکوس سره كړې چا چې تېر ورځ ده سره د خېر سګالۍ ملاقات كولو۔په دې موقع په راتلونكې مياشت ويانا كښې د مانټريال پروټوكول په غونډه كښې د مجوزه بدلون پحقله او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه