د شنګھائي مرستي تنظيم كنفرنس سره به پاكستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي

سرګودھا 14 اكتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي پارليمانې سيكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر ذوالفقار علي بھټي وئيلي دي د شنګھائي مرستي تنظيم كنفرنس كښې به د چين پشمول د بيلو هېوادونو مشرانو او نمائندګانو كډون سره پاكستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي خو ځيني كسان د پاكستان د پرمختګ لارې نيولو كومه هم موقع نه ضائع كوي بايد اولس دغه كسان اوپيژني۔ خپل يو …

سرګودھا 14 اكتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي پارليمانې سيكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر ذوالفقار علي بھټي وئيلي دي د شنګھائي مرستي تنظيم كنفرنس كښې به د چين پشمول د بيلو هېوادونو مشرانو او نمائندګانو كډون سره پاكستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي خو ځيني كسان د پاكستان د پرمختګ لارې نيولو كومه هم موقع نه ضائع كوي بايد اولس دغه كسان اوپيژني۔ خپل يو بيان كښې ډاكټر ذوالفقار علي بھټي ووئيل پي ټي آئي دې په 15 اكتوبر د احتجاج كال بيرته اغستو سره د هېواد سره مينه لرونكو پاكستانيانو ثبوت وركړي،د چين وزيراعظم پاكستان ته راتګ سره د هېواد پرمختګ لپاره په ځيني لوظنامو لاس ليك متوقع دے چې ورسره به د پاكستان د پرمختګ نوې دور پېل شي او پاكستان اولس ته به د روزګار ښې موقعې هم په لاس ورشي د كومو لپاره چې په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ډاكټر ذوالفقار علي بھټي ووئيل دا مهال پاكستان معاشي استحكام ته اړتيا لري او او د شنګھائي مرستي كنفرنس په دې اړه لويه كاميابي ده۔

مزید خبریں