اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ سي پيك د ټولي سيمي د سوكالۍ منصوبه ګرځولو سره وئيلي سي پيك د پاكستان او چين د مزدې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے، چين د پاكستان معاشي ښه والي كښې مهم كردار لري،په ښه خراب وخت كښې چين عمر له د پاكستان ملګرتيا كړي، د چين وزيراعظم د پاكستان دوره لوئ …
سي پيك د سيمي د سوكالۍ منصوبه ده، چين په ښه خراب وخت كښې عمر له د پاكستان ملګرتيا كړي، پاكستان په معاشي ښه والي كښې چين مهم كردار لري ۔عطاءالله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ سي پيك د ټولي سيمي د سوكالۍ منصوبه ګرځولو سره وئيلي سي پيك د پاكستان او چين د مزدې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے، چين د پاكستان معاشي ښه والي كښې مهم كردار لري،په ښه خراب وخت كښې چين عمر له د پاكستان ملګرتيا كړي، د چين وزيراعظم د پاكستان دوره لوئ اهميت لري، پاكستان او چين د سي پيك دويم پړاؤ پيل كوي، سي پيك ټو منصوبه به د پاكستان او سيمي لپاره ګيم چينجر ثابت شي۔د اتوار په ورځ چائنه چيمبر آف كامرس د سيوري لاندي دستوري ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان او چين خپلو كښې زړه ملګرتيا لري كومه چې وخت سره سره لا قوي شوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره په زړه پوري مينه لري۔ دواړو هېوادونو يو بل سره كلك تړلې شوي۔ چين او پاكستان اړيكي وخت په وخت لا قوي كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل چين عمر له په ښه او خراب وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړي۔كله چې هم مونږ د توان بحران سره مخ وو نو چين د ت وان په څانګه كښې د پاكستان ري سټركچرنګ كښې مرسته كړي۔ده ووئيل كال 2013ء كښې به د 8 نه تر 19 ساعته لوډ شيډنګ كيدو چې له امله ئې مونږ د كال 500 اربه روپۍ معاشي زيان پورته كړې ؤ، دغه يو خراب صورتحال ؤ، انډسټريز بندي وي،د كورنو صارفين د لوډ شيډنګ سره مخ وو۔ده ووئيل د توان په بحران قابو موندلو مونږ له په سمدستي توګه پيداواري منصوبے لګولو ته اړتيا وه ، چين د ون بيلټ ون روډ انيشي ايټو ترمخه د برېښنا د پيداواري ځيني منصوبے ولګولې ، ساهيوال كول پاور، تھركول، كراچۍ پورټ انرجي پراجيكټ پيل شو۔ده ووئيل سي پيك او نان سي پيك توان منصوبو سره د توان په بحران قابو موندلو كښې مرسته وشوه چې له امله ئې كال 2018ء كښې زيرو لوډ شيډنګ شو۔ده ووئيل كال 2013ء نه تر 2018ء د كاميابيو مزل روان وو۔د پاكستان معاشي ښه والي كښې چين مهم كردار ترسره كړې۔ وفاقي وزير ووئيل 2018ء كښې شرح نمو 5.8 فيصده وه،ګراني 4 فيصده وه۔نن يو ځل بيا ګراني 6.9 فيصده ته راغلي، پاليسي ريټ كم شوې۔ده ووئيل د چين قيادت، د چين سفير او چين كمپنيو مننه كوو چې پاكستان سره ئې د قوي سټريټجكي پارټنر شپ د لاري د توان په بحران قابو موندلو او د پاكستان معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل پاكستان د چين كمپنيو له ښه انډسټريل زونز وركولې شي،هغوي دلته څخه كم پيداواري لګښت سره مستفيد كيدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل 11 كاله پس د چين كوم وزيراعظم پاكستان ته راځي كوم چې نه يواځي د پاكستان بلكه د پاكستان اولس لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ده ووئيل د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاكستان دوره زياته مهمه ده۔دواړه هېوادونه د سي پيك راروان پړاؤ پيل كوي ، سي پيك ټو منصوبه د پاكستان او سيمي لپاره به ګيم چينجر وي۔ده ووئيل سي پيك د پاكستان او چين نه بلكه د سيمي سوكالۍ منصوبه ده۔










