اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د خالي په ورځ د روس سفير البرټ پي خوريف سره ملاقات کړې۔ملاقات كښې په بيلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو او په خاصي توګه د مذهبي سياحت په ووده د خيالاتو څرګندونه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل خېبر پښتونخوا كښې 2000 څخه زيات مذهبي ځايونه شته كوم چې د نړيوالو سېلګرو لپاره موزون …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د روس سفير البرټ پي خوريف سره ملاقات
اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د خالي په ورځ د روس سفير البرټ پي خوريف سره ملاقات کړې۔ملاقات كښې په بيلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو او په خاصي توګه د مذهبي سياحت په ووده د خيالاتو څرګندونه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل خېبر پښتونخوا كښې 2000 څخه زيات مذهبي ځايونه شته كوم چې د نړيوالو سېلګرو لپاره موزون دي۔ده خېبر پښتونخوا كښې د ځوانانو او ميرمنو په هلو ځلو كښې د روس سره مرستي زياتولو خواهش څرګندونه وكړه۔په دې موقع ګورنر په پېښور كښې د يو ايونټ کولو تجويز وركړو دغسې چې د خېبر پښتونخوا ځوانانو او روس ترمينځه رابطے زياتي شي ٬ د پېښور او روس ترمينځه سسټر سټيز جوړولو په تجويز هم خبري اتري وشوي ٬ ګورنر د روس ژبي مرکز په بحالۍ هم خبره وكړه،كوم چې په كال 2018 كښې د پېښور په پوهنتون كښې جوړ شوې وو۔د روس سفير په دې موقع خېبر پښتونخوا كښې آرټ او مصنوعي ذهانت په سرخط د نندارتون كولو تجويز هم وړاندې كړو۔ده د خېبرپښتونخوا ګورنر جذبات او تجاويز هركلې كولو سره ووئيل د خېبرپښتونخوا وګړي خوش قسمته دي كومو ته چې ښه او صلاحيت لرونكې ٬ محنتي او وژنري ګورنر نصيب شوې۔











