کراچۍ 11 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د جينكو نړيوالې ورځ په موقع د ګردې نړئ جينكو لپاره د خپلې مرستې څرګندونه كړې ده ۔ د بلاول هاؤس ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې ده سږكال د ملګرو ملتونو تھيم د "جينكو د سباون وژن" په اهميت زور راٶړلو سره ووئيل دا د دې خبرې دليل دے چې په جينكو كښې …
مونږ له د انجونو غږ اورېدلو او د دوي خوبونو له مرستې كولو ته ضرورت دے ۔ د بلاول بھټو زرداري پېغام
کراچۍ 11 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د جينكو نړيوالې ورځ په موقع د ګردې نړئ جينكو لپاره د خپلې مرستې څرګندونه كړې ده ۔ د بلاول هاؤس ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې ده سږكال د ملګرو ملتونو تھيم د “جينكو د سباون وژن” په اهميت زور راٶړلو سره ووئيل دا د دې خبرې دليل دے چې په جينكو كښې بلها صلاحيتونه موجود دي٬ كله چې دوي ته د خوب ليدو٬ د قيادت كولو او د بهتر سباٶن جوړولو موقع وركړې شي۔ ده ووئيل جينكۍ د سباٶن معمارانې دي او دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې مونږ دوي ته داسې موقعې او وسائل وركړو چې دوي خپل بشپړ صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔ بلاول بھټو زرداري د پاكستان پيپلز پارټۍ لخوا د جينكو د تعليم وده٬ د دوي د حقونو تحفظ او صنفي مساوات باوري كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې دا هڅې د يوې سپېځلې او جامع ټولنې جوړولو لپاره ضروري دي چرته چې هره جينۍ د كوم ركاوټ نه غېر ترقي وكړې شي۔ بلاول بھټو زرداري په حکومت، سول سوسائټي او کميونټيز زور راوړو چې دوي د جينكو حقونو لپاره يو شي او د دوي د سباون وژن په حقيقت بدلولو له په اجتماعي توګه كار وكړي











