د پاکستان مسلم لیګ(ن) حکومت به د هر ډول خنډانو باوجود هېواد كښې د پرمختګ عمل روان ساتي۔ طلال چوهدري

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر(اے پی پی) د داخله چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي د پاکستان مسلم لیګ(ن) حکومت به د هر ډول خنډانو باوجود هېواد كښې د پرمختګ عمل روان ساتي۔ ۔تحصیل بار جړانواله كښې وكيلانو ته خطاب كښې ده ووئيل حكومت نه يوازې د ترهګرۍ خاتمه كړې بلكې هېواد ئې د پرمختګ په لاره روان كړې هم دے۔ ده په قامي پرمختګ كښې د وكيلانو د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت د خپلې وعدې ترمخه هېواد كښ د برېښنا او توان ستونزه هواره كړې او دا مهال د هېواد په ټولو برخو كښې پرمختيائي منصوبې روانې دي۔