پېښور 11 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د 4 مارخورؤ د پرمټ خرڅولو په مد كښې 25 كروړه روپۍ ګټلو سره تاريخ رقم كړے۔ د ځنګلي حيات صوبائي محكمې له مخې د مارخور ټرافي هنټنګ لويه بولي توشي 1 او توشي 2 لپاره وركړې شوې٬ دواړو ځايونو كښې د دوو مارخورؤ ښكار څخه 15 كروړه روپو نه زيات آمدن تر لاسه شوے۔ د كوهستان په ګيګا سيمه …
د خېبر پښتونخوا حكومت د 4 مارخورؤ د پرمټ په خرڅولو 25 كروړه روپۍ وګټلې
پېښور 11 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د 4 مارخورؤ د پرمټ خرڅولو په مد كښې 25 كروړه روپۍ ګټلو سره تاريخ رقم كړے۔ د ځنګلي حيات صوبائي محكمې له مخې د مارخور ټرافي هنټنګ لويه بولي توشي 1 او توشي 2 لپاره وركړې شوې٬ دواړو ځايونو كښې د دوو مارخورؤ ښكار څخه 15 كروړه روپو نه زيات آمدن تر لاسه شوے۔ د كوهستان په ګيګا سيمه كښې د يو مارخور ښكار څخه به 5 كروړه 37 لكه روپۍ او په ګهريت، چترال كښې د يو ماخور ښكار نه به 5 كروره 28 لكه آمدن راشي۔ د وائلډ لائف چارواكو له مخې ټرافي هنټنګ پروګرام د آمدن اتيا فيصده برخه به د اړوندو سيمو وګړو له وركولې شي او د كميونټي ډويلپمنټ او وائلډ لائف تحفظ هلو ځلو لپاره به هم څه برخه وركولې شي











