پېښور ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د اعلی كچې غونډه په وزيراعلی هاؤس پېښور كښې وشوه په كومه كښې چې تېره ورځ په كراچۍ كښې د چينائي انجنیئرز په قافله د ترهګر بريد په تناظر كښې په خېبر پښتونخوا كښې د چين او د نورو هېوادونو وګړو لپاره د امنيتي انتظاماتو جاج واخستے …
صوبائی حکومت د صوبې په پرمختګ كښې د چين مرستې ته د قدر په سترګه ګوري ٬ د كے پي كے وزيراعلی
پېښور ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د اعلی كچې غونډه په وزيراعلی هاؤس پېښور كښې وشوه په كومه كښې چې تېره ورځ په كراچۍ كښې د چينائي انجنیئرز په قافله د ترهګر بريد په تناظر كښې په خېبر پښتونخوا كښې د چين او د نورو هېوادونو وګړو لپاره د امنيتي انتظاماتو جاج واخستے شو او په صوبه كښې په بېلو پرمختيائي منصوبو د كار كوؤنكو چينائي وګړو امنيت فول پروف جوړولو له د راتلونكي په تګلاره تفصيلي غور څخه وروستو مهمې پرېكړی وكړې شوې۔ چیف سېکرټری ندیم اسلم چوهدری ، انسپکټر جنرل آ ف پولیس اختر حیات خان ګنډا پور ، اېډیشنل چیف سېکرټری داخله محمد عابد مجید او د نورو اړوندو اعلی چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د چينائي وګړو سكيورټي لپاره د نورو ګاډو اخستو او د ضرورت په وخت د دوئي نقل وحركت لپاره د صوبائي حكومت چورلكې په شمول د كرايې چورلكو كارولو پرېكړه وكړې شوه۔ وزیراعلیٰ ووئيل صوبائي حكومت د صوبې په پرمختګ كښې د چين مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔ په غونډه كښې وزيراعلی ته د اړوندو چارواكو لخوا په صوبه كښې كار كوؤنكو چينائي وګړو لپاره د امنيتي انتظامامو ٬ مسائلو او دوئي ته د پېښو مسئلو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په كے پي كے كښې داسې 24 پرمختيائي منصوبې دي په كومو كښې چې چينائي وګړي كار كوي۔ ده ووئيل امنيت باوري كولو لپاره سپیشل سکیورټی یونټ جوړ كړې شوې دې۔ په پرمختيائي منصوبو د كار كوؤنكو چينائي وګړو امنيت لپاره 8 زره 578 اهلکار تعينات دي۔ وزیراعلیٰ هدايت وكړو چې د چينائي وګړو نقل وحركت لپاره دې روډ کلیئرنس او نور حفاظتي اقدامات هر لحاظ سره باوري كړې شي وزیراعلیٰ ووئيل وفاقي حكومت دې هم په صوبه كښې په پرمختيائي منصوبو د كار كوؤنكو چینی انجنیئرز امنيت لپاره بلټ پروف ګاډو اخستلو له وسائل وركړي۔ ده اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې په دې لړ كښې د وفاقي حكومت اړوندو چارواكو ته په باضابطه توګه مراسله استولې شوې ده۔











