خيبر پښتونخوا ټیکسټ بورډ مالی ستونزو سره مخ دے

پېښور 08 اکتوبر (اے پی پی) زدكوؤنكو له ويړيا كتابونه وركوؤنكې خېبر پښتونخوا ټېکسټ بورډ مالی ستونزو سره مخ شوې۔د خېبر پښتونخوا ټیکسټ بورډ چارواكو په دې اړه ويلي چې خېبر پښتونخوا كښې زدكوؤنكو له ويړيا کتابونه وركوؤنكې بورډ د فنډز نه لرلو له امله مالی او انتظامی ستونزو سره مخ شوے۔ په دې لړ كښې ووئيل شول چې د فنډز نشتوالي د لاسه اندېښنه ده چې د راروان كال …

پېښور 08 اکتوبر (اے پی پی) زدكوؤنكو له ويړيا كتابونه وركوؤنكې خېبر پښتونخوا ټېکسټ بورډ مالی ستونزو سره مخ شوې۔د خېبر پښتونخوا ټیکسټ بورډ چارواكو په دې اړه ويلي چې خېبر پښتونخوا كښې زدكوؤنكو له ويړيا کتابونه وركوؤنكې بورډ د فنډز نه لرلو له امله مالی او انتظامی ستونزو سره مخ شوے۔ په دې لړ كښې ووئيل شول چې د فنډز نشتوالي د لاسه اندېښنه ده چې د راروان كال په مهال د كتابونو ترسيل اغېزمن شي۔ د دستاویزات له مخې د ټېکسټ بورډ بقایاجات 14 اربه روپۍ څخه زياتي شوي۔ سږ كال د کتابونو د چھاپ كولو لپاره 7 اربه روپۍ مصرف شوي ، 7 اربه كښې يواځي 3 اربه جاری شوي دغسې 4 اربه روپۍ اوس هم واجب الادا دي۔ چارواكو ووئيل د بورډ د 2018 نه تر 2023 بقایاجات 10 اربه روپۍ دي كومي چې تر اوسه نه دې ترلاسه شوې،مالی بوجھ کمولو او کتابونو وركولو كښې د پېښو ستونزو له امله پخواني كتابونو يو وارې بيا كارولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې زده كوؤنكو ته وئيلي شوي چې پخواني کتابونه د کلاس له چېنج كېدو وروستو بېرته جمع كړي۔ دې سره دغه پخواني كتابونه به نورو زده كوؤنكو ته وركولې شي۔ دستاویز كښې وئيلي شوي چې خرڅونه كمولو لپاره به راروان كال د كتابونو سائز کمولې شي،دې سره به د كال 67 کروړه روپۍ بچت وشي۔

مزید خبریں