ټول ټاكنې به د راروان كال 2018 جولائي مياشت كښې كیږي۔ مسلم ليګ (ن) به د كاركردګۍ په بنياد اولس ته ځي۔ نواز شریف چې كومې وعدې كړې وې هغه نن ترسره كېږي۔ مسلم لیګ(ن) د شرافت سياست كوي۔ د كال 2013 په مقابله كښې نن پاكستان زيات امن واله او سوكاله دے۔ مسلم لیګ (ن) يوازنې ګوند دے كوم چې د پاكستان د پرمختګ او د اولس د سوكالۍ سياست كوي۔ د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی د پخواني سېناتور عباس خان آفريدي په استوګنه اولسي غونډې ته خطاب

کوهاټ ۔ 16 دسمبر (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي ټول ټاكنې به د راروان كال 2018 جولائي مياشت كښې كیږي۔ مسلم ليګ (ن) به د كاركردګۍ په بنياد اولس ته ځي۔ نواز شریف چې كومې وعدې كړې وې هغه نن ترسره كېږي۔ مسلم لیګ(ن) د شرافت سياست كوي۔ د كال 2013 په مقابله كښې نن پاكستان زيات امن واله او سوكاله دے۔ مسلم لیګ (ن) يوازنې ګوند دے كوم چې د پاكستان د پرمختګ او د اولس د سوكالۍ سياست كوي۔ د تېرو 15 كلونو په مقابله كښې د مسلم ليګ (ن) د څلورو كالو كاركردګي زياته غوره ده۔ زه باور لرم چې د كوهاټ اولس به د كال 2018 په ټاكنو كښې مسلم ليګ (ن) كامياب كړي۔ ده د خالي په ورځ د پخواني سېناتور عباس خان آفريدي په استوګنه اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ په دې مهال د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر امير مقام ٬ دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي ٬ د قامي اسمبلۍ غړې عباد اللہ او د صوبائي اسمبلۍ غړي موجود وو۔ وزیراعظم په دې مهال كوهاټ كښې د برېښنا صورتحال ښه كولو ٬ د ګاز رسنې او د سټېډيم كار بشپړ كولو هم اعلان وكړو۔ ده ووئيل مسلم ليګ نون خبرې نه بلكې پرمختيائي كارونه كوي۔ ده ووئيل د تېرو 15 ٬ 20 كالو په مقابله كښې د مسلم ليګ نون حكومت زيات كار كړې۔ 8 كاله آمر حكومت كښې پاتې شوې څوك ترې پوښتنه كوؤنكې نشته۔ بيا 5 كاله پي پي پي حكومت وكړو هغوي كوم كار كړې؟ په خېبر پختونخوا كښې كارونه د مسلم ليګ نون په نظر راځي۔ ده ووئيل مسلم ليګ نون د ووټونو نه بلكې د پرمختګ سياست كوي۔ نن ما د 22 ارب يو او د 10 اربه روپو بل سړك بنياد اېښودلې۔ دې سره به تر اسلام آباد سفر د يو ساعت شي۔ ده ووئيل مونږ كله د كنځلو سياست نه دے كړې۔ زمونږ سياست د شرافت دے۔ وزیراعظم ووئيل ټول ټاكنې به د راروان كال په جولائي كښې كېږي۔ مسلم لیګ (ن) به د كاركردګۍ په بنياد اولس ته ځي۔ مونږ ته هېڅ پېښمانتيا نشته ولې چې مونږ تر ټولو زيات كارونه كړي دي۔ موټروے مو جوړې كړې۔ پوهنتونونه مو جوړ كړل٬ د برېښنا ستونزه مو هواره كړه۔ مونږ د ترهګرو مقابله وكړه۔ نن ټول پاكستان محفوظ دے۔ په دې مهال خلكو لاس پورته كولو سره د فاټا د ضم كېدو خبره وكړه۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د كوم تفريق خبره نه ده كړې۔ ده ووئيل فاټا يوه جدي معامله ده۔ دا كار به مسلم ليګ كوي۔ ده ووئيل د نن نه درې كاله وړاندې پېښور كښې يوې دردناكې پېښې څخه وروستو د پاكستان سياسي ګوندونو او اولس په ګډه د ترهګرۍ مقابله وكړه۔ نن پاكستان ترهګرۍ څخه پاك دے او ټول هېواد محفوظ دے۔ ده ووئيل 31 دسمبر څخه وړاندې به د ګاز كار پېل شي۔ دلته څخه ګاز وځي ستاسو حق پرې وړومبې دې۔ ډه ووئيل مونږ قانون سازي كړې چې چرته څخه ګاز وځي تر 5 كلوميټر سيمې به اول دغې سيمې ته وركولې شي۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې هر اونۍ د اربونو روپو ماليت منصوبو پرانسته كېږي۔