پېښور 04 اكتوبر(اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند(اے اېن پي)صوبائي وياند ارسلان خان ناظم وئېلي دي چې علي امين ګنډا پور د خېبرپښتونخوا پنجاب او مركز سره د جنګ كولو هڅه كوي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې خېبرپښتونخوا بې وسه ده٬ د ګنډا پور اينډ كمپنۍ په ترجيحات كښې اولس شامل نه دے٬صوبائي حكومت دې د خپلو مشرانو خوشحالولو په ځاې صوبو ته …
د خېبرپښتونخوا حكومت د اولسي مسئلو حل كولو په ځاې خپلو سياسي ګټو ته ترجيح وركوي۔د اے اين پي صوبائي وياند
پېښور 04 اكتوبر(اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند(اے اېن پي)صوبائي وياند ارسلان خان ناظم وئېلي دي چې علي امين ګنډا پور د خېبرپښتونخوا پنجاب او مركز سره د جنګ كولو هڅه كوي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې خېبرپښتونخوا بې وسه ده٬ د ګنډا پور اينډ كمپنۍ په ترجيحات كښې اولس شامل نه دے٬صوبائي حكومت دې د خپلو مشرانو خوشحالولو په ځاې صوبو ته پام وكړي۔ده ووئيل چې د خېبرپښتونخوا حالت ناوړې دے او اصل مسائل پرله پسې نظرانداز كولې شي۔ ده ووئيل چې د اولس تحفظ باوري كولو په ځاې صوبائي حكومت خپلو ذمه وارو څخه تېښته كوي۔ د خېبرپښتونخوا حكومت د اولسي مسئلو حل كولو په ځاې خپلو سياسي ګټو ته ترجيح وركوي











