ډینګي هيمرهیجک تبه ده كومې ته چې هډوکې ماتونكې تبه هم ويل كيږي٬ ډینګي سره معده كښې درد، په بولو كښې وینه او په ساه اخستلو كښې ستونزې پيل كيږي ٬ نوموړے سرجن ډاکټر مرلي دھر

کراچۍ. 04 اکتوبر (اے پی پی)نوموړي سرجن ډاکټر مرلي دھر وئیل دي چې ډینګي سره معده كښې درد، په پيشاب كښې وینه او په ساه اخستلو كښې ستونزې پيل كيږي۔ اے پی پی سره په خبرو کښې ډاكټر مرلي ووئيل چې ډینګي تبه د ماشي چيچلو څخه وروستو په بدن كښې خپرېږي٬ دا ماشې په پاکو اوبو کښې ژوند کوي۔ د دې په علاماتو كښې تبه ، یخني لګېدل شامل …

کراچۍ. 04 اکتوبر (اے پی پی)نوموړي سرجن ډاکټر مرلي دھر وئیل دي چې ډینګي سره معده كښې درد، په پيشاب كښې وینه او په ساه اخستلو كښې ستونزې پيل كيږي۔ اے پی پی سره په خبرو کښې ډاكټر مرلي ووئيل چې ډینګي تبه د ماشي چيچلو څخه وروستو په بدن كښې خپرېږي٬ دا ماشې په پاکو اوبو کښې ژوند کوي۔ د دې په علاماتو كښې تبه ، یخني لګېدل شامل دي ، او درد دومره شدید وي چې دې ته د هډوکو ماتولو تبه هم ویل کیږي۔ د ډینګي له امله په بدن کښې د اوبو کموالی رامنځته کېږي، په بدن د نیلي رنګ نښې څرګندېږي، ډینګي سره معده كښې درد، په پيشاب كښې وینه او په ساه اخستلو كښې ستونزې پيل كيږي۔ ده ووئيل د دې رنځ په مهال بايد زياتې اوبه وڅښلې شي۔ د تېزې تبې كمولو لپاره دې پیراسېټامول ګولۍ وکارول شي۔ ډاکټر مرلي وویل چې دا ناروغي یوه اونۍ پورې پاتې کیږي او تبه درې څخه تر څلورو ورځو کښې ښكته كيږي ، د بدن درد پنځه څخه تر اوو ورځو پورې دوام لري، بياهم رنځور د لسو څخه تر پنځلسو ورځو آرام ته اړتیا لري۔ ډاکټر مرلي وویل چې ډینګي ماشي د جمعې كړې شوؤ اوبو په بالټو ٬ ډرمونو او ټائرونو كښې پېدا كيږي۔ د ډينګي ماشي چيچلو سره دا وائرس خپرېږي۔ ډاکټر مرلي وویل چې د ډینګي څخه بچ كېدو لپاره دې بشپړه جامې واغوستلې شي ٬ په بدن دې د ماشي وژنكې دوائي ولګولې شي ٬ د ماشو د تښتولو دوا سپرے دے وكړې شي او اوبه دې پټې وساتلې شي۔ ده ووئيل ډینګي هېمرهېجک تبه ده كه چیرې په کوم تن کښې داسې نښې څرګندې شي نو باید سمدستي روغتون كښې داخل كړے شي۔

مزید خبریں