د سندھ وزيراعلی سره د متحده عرب امارات سفير ملاقات ٬ د سرمايه كارۍ او تجارتي تړون په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه

کراچۍ۔ 04 اکتوبر (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه سره د متحده عرب امارات سفير حامد عبېد الزابي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په كراچۍ كښې د يو اے اي قونصل جنرل بخيت عتيق الرومېتي او د وزيراعلی سېكتر رحيم شېخ هم موجود ؤ۔ د وزیراعلی هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د سرمايه كارۍ ٬ تجارتي تړون او دوه اړخيزه …

کراچۍ۔ 04 اکتوبر (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه سره د متحده عرب امارات سفير حامد عبېد الزابي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په كراچۍ كښې د يو اے اي قونصل جنرل بخيت عتيق الرومېتي او د وزيراعلی سېكتر رحيم شېخ هم موجود ؤ۔ د وزیراعلی هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د سرمايه كارۍ ٬ تجارتي تړون او دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعلی سید مراد علی شاہ ووئيل په سندھ كښې د اعلی قسم كھجورو باغونه لګول غواړؤ٬ حكومت د نجي څانګې په مرسته د كھجور كر ته وده وركول غواړي۔ د متحده عرب امارات سفير خپلو خبرو كښې ووئيل چې سندھ حكومت به متحده عرب امارات سره هر ډول مرسته كوي۔

مزید خبریں