کوئټه 03 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په ژوب كښې د پوليو کېس نوټس اخستو سره د صحت څانګې څخه رپورټ طلب كړے دے۔ د وزيراعلٰې هاٶس څخه د جاري بيان له مخې ده په ژوب كښې د پوليو كېس په رامخې ته كېدو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ له به يو موټې كېدو سره د دې رنځ خاتمه كول وي۔ وزيراعلٰې …
د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په ژوب كښې د پوليو کېس نوټس اخستو سره د صحت څانګې څخه رپورټ طلب كړو
کوئټه 03 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په ژوب كښې د پوليو کېس نوټس اخستو سره د صحت څانګې څخه رپورټ طلب كړے دے۔ د وزيراعلٰې هاٶس څخه د جاري بيان له مخې ده په ژوب كښې د پوليو كېس په رامخې ته كېدو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ له به يو موټې كېدو سره د دې رنځ خاتمه كول وي۔ وزيراعلٰې ووئيل چې مور پلار دې خپلو ماشومانو ته په رضاكارانه توګه د پوليو څاڅكي وركړي۔ ده ووئيل چې د نوي كېس د تشخيص نه وروسته دې اي او سي او د صحت څانګه د پوليو په ضد خاص كمپائن پېل كړي۔











