پېښور ۔ 03 اکتوبر (اے پی پی) په پېښور كښې د چینائي كلتوري مركز چائنا ونډو تر اهتمام لاندې د عوامي جمهوريه چين 75 مې قامي ورځې مناسبت سره د زيارت په ورځ دستوره وشوه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير بېرسټر سېف علي سېف ووئيل د عوامی جمهوریه چین 75 مې ورځې په موقعه دا دستوره بېشكه د دې خبرې عكاسي ده چې د …
پيښور ٬ د جمهوريه چين 75 قامي ورځې مناسبت سره دستوره ٬ پاك چين ملګرتيا كښې د خېبر پښتونخوا مهم كردار دے: بيرسټر سيف
پېښور ۔ 03 اکتوبر (اے پی پی) په پېښور كښې د چینائي كلتوري مركز چائنا ونډو تر اهتمام لاندې د عوامي جمهوريه چين 75 مې قامي ورځې مناسبت سره د زيارت په ورځ دستوره وشوه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير بېرسټر سېف علي سېف ووئيل د عوامی جمهوریه چین 75 مې ورځې په موقعه دا دستوره بېشكه د دې خبرې عكاسي ده چې د خېبر پښتونخوا او پېښور اولس هم د خپلو چينائي ورونړو خوېندو په خوشحالو كښې شريك دي۔ ده د وزيراعلی سردار علي امين ګنډا پور او صوبائي حكومت لخوا به پاكستان كښې تعينات د چين سفير جيانګ ۔ائي ډونګ او ټولې سفارتي عملې ته د چين د قامي ورځې په موقعه مباركي وركړه۔ ده ووئيل پاكستان ٬ چين او ايران په منطقه كښې د امن او اقتصادي پرمختګ حوالې سره زيات مهم همكاران دي











