نجي تعليمي ادارو سره په ګډه د تعليم نظام لا معياري جوړيدے شي: فیصل کریم کنډی

پېښور 03 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي تعلیمی نظام لا ښه كولو او دا عام كول زمونږ ترجيح ده٬ معياري تعليم لپاره د پرائیوېټ پبلک سېکټر اشتراک ضروري دے٬ نجی تعلیمی ادارې خپل معيار ښه كولو سره بدلون راوستلے شي٬ يو بل سره د خبرو د لارې زياتې مسئلې حل كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان چېمبر آف اېجوکېشن د …

پېښور 03 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي تعلیمی نظام لا ښه كولو او دا عام كول زمونږ ترجيح ده٬ معياري تعليم لپاره د پرائیوېټ پبلک سېکټر اشتراک ضروري دے٬ نجی تعلیمی ادارې خپل معيار ښه كولو سره بدلون راوستلے شي٬ يو بل سره د خبرو د لارې زياتې مسئلې حل كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان چېمبر آف اېجوکېشن د كلنې حلف بردارۍ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه ضلعی، ډویژنل صدرانو ٬ اېګزېکټو غرو او د اېډوائزري كونسل په شمول د اسلام آباد ،سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا او پنجاب نوې ټاكلې شويو غړو څخه سوګند واغستے شو۔ په دستوره كښې جماعت اسلامي پخواني امير سراج الحق، سردار شاهجهاں یوسف ٬ د قامي اسمبلۍ غړي دانیال چوهدری او د پاكستان انسټيټيوټ آف اېجوكېشن ډي جي په شمول نور اړوندو اعلی چارواكو خطاب وكړو۔ پخواني سېنېټر سراج الحق ووئيل مضبوط قام د هېواد د محفوظ مستقبل ضامن وي٬ دښمنان د مسلمانانو د عقيدې كمزورې كولو پسې لګېدلې دې۔ په عصري سكولونو كښې عصري تعليم سره سره اسلامي تعليمات هم ضروري دي۔ د قامي اسمبلۍ غړي دانيال چوهدري ووئيل د عصري ټېكنالوجۍ نه غېر د پرمختګ كړې هېوادونو مقابله كېدې نه شي۔ كوچنيان د تعليم په كالو سنګارول يو عظيم عمل دے۔ ضیا بتول (چیئرپرسن پرائیوېټ ایجوکیشن انسټیټیوټ اف ایجوکېشن) ووئيل نجي تعليمي ادارې د لوستې شرح زياتولو كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ دې ته په ريليف وركولو كښې به خپل كردار ترسره كوم۔ په دې موقعه نوي ټاكلي شوي صدر آصف سره د خپلو ملګرو او دغسې ضلعی، ډویژنل صدرانو او د سندھ، بلوچستان، آزاد جموں کشمیر غړو سوګند پورته كړو۔

مزید خبریں