د 18 كسيز چينائي پلاوي د تخت بھائي لرغوني آثارو دوره ٬ د پوليس لخوا د امنيت فعاله انتظامات

پېښور ۔ 02 اکتوبر (اے پی پی) د چین 18 كسيز پلاوي تېره ورځ د مردان تخت بھائی د لرغوني آثارو دوره وكړه۔ ضلعي پوليس د پلاوي حفاظت باوري كولو له د ډی پی او مردان ظهور بابر آفریدی په احكامات ټينګ او فول پروف امنيتي انتظامات وكړل۔ د تخت بھائي دا مقام تاريخي او كلتوري اهميت لري او په نړيواله كچه د یونیسکو په نړيواله ورثه كښې شامل دے …

پېښور ۔ 02 اکتوبر (اے پی پی) د چین 18 كسيز پلاوي تېره ورځ د مردان تخت بھائی د لرغوني آثارو دوره وكړه۔ ضلعي پوليس د پلاوي حفاظت باوري كولو له د ډی پی او مردان ظهور بابر آفریدی په احكامات ټينګ او فول پروف امنيتي انتظامات وكړل۔ د تخت بھائي دا مقام تاريخي او كلتوري اهميت لري او په نړيواله كچه د یونیسکو په نړيواله ورثه كښې شامل دے چرته چې ګڼ شمېر ملكي او بهرني سېلګري راځي۔ د ډی پی او مردان ظهور بابر آفریدی په خصوصي هدايات د سکیورټی په ټولو داخلي او خارجي لارو د پوليس زياته نفري تعينات وه او د چيكنګ سخت اقدمات شوي وو۔ د چين پلاوي د مردان پوليس د سكيورټي انتظامات ستائنه وكړه او د خپل تحفظ او آسانيو په اړه يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دوئي ووئيل مونږ ځان محفوظ او په زړه پورې چاپېريال كښې محسوسوو۔

مزید خبریں