لاهور۔2 اکتوبر(اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری پخواني صدر افتخار علي ملك وئيلي دي د ملائیشین وزیر اعظم انور ابراهيم د پاكستان درې ورځنۍ دوره دوه اړخيزه تجارتي اړيكې پياوړې كولو پلو يو مهم ګام وي۔ د شورؤ په ورځ په جاري شوي يو بيان كښې ده ووئيل دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي همكارۍ او په خاص توګه د تجارت، سرمایه …
د ملائیشین وزیراعظم د پاكستان دوره دوه اړخيزه تجارتي اړيكې پياوړې كولو پلو يو مهم ګام دے٬ افتخار علي ملك
لاهور۔2 اکتوبر(اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری پخواني صدر افتخار علي ملك وئيلي دي د ملائیشین وزیر اعظم انور ابراهيم د پاكستان درې ورځنۍ دوره دوه اړخيزه تجارتي اړيكې پياوړې كولو پلو يو مهم ګام وي۔ د شورؤ په ورځ په جاري شوي يو بيان كښې ده ووئيل دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي همكارۍ او په خاص توګه د تجارت، سرمایه كارۍ ٬ توان ٬ كركيلې او ټېكنالوجۍ په مهمو څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو لاره هواره شي۔ ده ووئيل د دې دورې په مهال به نوې لوظنامې او د مفاهمت يادَښتونه لاس ليك شي۔ ده ووئيل د ملائیشیا او پاکستان ترمينځه زياتېدونكې مرستې سره به نه يوازې دا چې دوه اړخيزه تجارت قوي شي بلكې په پراخا سيمه اييز اقتصادي استحكام او پرمختګ كښې به وده هم ترلاسه شي۔











